د یوه اتل د ژوند وروستۍ ورځ

قاري حبیب
شهید ملا عبدالمنان آخند د دې عصر هغه اتل و چې خپل هم عصره خلک یې اګر که د اتلوالۍ په عمق او ثقل پوره نه پوهیږي اما د راتلونکو پیړیو مؤرخین به دا امریکایي زبرځواک په وړاندې د تش لاسي جهاد دغه اتلان په خورا درنو کاڼو وتلي.
هو کې، ملا عبدالمنان آخند د هغو اتلانو له جملې څخه و چې د ناټو او امریکایي طاغوت د وروستي ماډل وسلو او پرمختللي تخنیک، وسلو او وسائلو په وړاندې په تش لاس د مبارزې ډګر ته وړاندې شو. کلونه کلونه یې له دجالي طاغوت سره هیښوونکې مقابله وکړه. تر دې چې د هلمند دښتې یې د یرغلګرو په وینو سیرابې او د عصر دجالیان یې د الله تعالی په نصرت تیښتې ته اړ کړل.
نن سبا چې د هر څه په شان اتلولۍ هم مصنوعي شوي دي، څوک په میډیا او تبلیغاتو اتلان کیږي او څوک په فوټوګرافۍ او فلمي نندارو. په دغسې عصر کې د ملا عبدالمنان آخند په شان د واقعي اتلانو موندل خورا سخت کار دی. هغه چې د کلمې په اصلي معنی اتل، د میړانې او عزم سمبول او د مقاومت او ایماني صلابت پيکر و. راځئ دلته د دې اتل د دنیوي ژوند وروستۍ ورځ وګورو چې دغه د خدای د لارې ستومانه مجاهد د خپل دنیوي ژوند وروستی ورځ څرنګه تېره کړه؟
د ملا عبدالمنان آخند د ډیرو صفاتو او خصوصیاتو له جملې یو هم د هغه تحرک او خوځنده فطرت و. هغه د یوه واقعي او مسلکي پوځي مشر په حیث همیشه په حرکت کې و. هلمند چې د افغانستان تر ټولو پراخ ولایت دی او هره ولسوالي یې د مستقل ولایت په اندازه وسعت لري، د ولسوالیو تر منځ یې خورا آوږدې فاصلې دي. خو ملا عبدالمنان آخند د دښمن له هر څومره څار او امنیتي خطراتو سره سره د هلمند د لراوبر په یوه ورځ را غوښتل. په هر ځای کې یې مجاهدینو او جهادي سنګرونو ته په خپله ځان رسوو، په خپله یې د مجاهدینو رهبري کوله، ستونزې یې ور حل کولې، نظامي او ملکي کارونو ته یې ځان رساوه او تل د حوادثو په متن کې اوسیده.
هغه د نن سبا زمانې د مصنوعي جنرالانو په شان نه و چې د جګړې له ډګره په فرسنګونو لرې په محصورو قرارګاوو کې ناست او د عیش له بستر څخه د جګړې قومنده صادروي. ملا عبدالمنان آخند د عیش بستر اصلا پیژاند نه، هغه د خړ سنګر او جهادي ډګر اتل و، چې ځان یې تر هیڅ عادي مجاهد قدرمن نه باله.
د نوموړي د ملګرو په استناد شهید ملا عبدالمنان آخند د خپل ژوندی وروستی شپه په سنګین ولسوالۍ کې تېره کړې وه. سهار د هلمند یوې بلې ولسوالۍ نوزاد ته تللی و، چې د جهادي چارو اړوند یې له مسؤلینو سره ملاقات درلود. له هغه ځایه یې غرمه د موسی کلا ولسوالۍ ته راوړې وه. هلته یې د هلمند ولایت له اداري مسؤل مولوي محمد قاسم سره لیدلي او اړوند کارونه یې خلاص کړې و. له غرمې وروسته په داسې حال کې چې د جهادي کارونو په لړ کې د سنګین ولسوالۍ ته د تګ اراده یې درلوده، یوازې وچه ډوډۍ یې تر خوله کړه او بیا د سنګین ولسوالۍ پر خوا لاړ، د سنګین د شرافت بازار ته نږدې یې له جهادي مسؤلینو سره ولیدل دمازدیګر لمونځ یې په جماعت اداء کړ، له هغه وروسته یې وویل: د جامو مې وخت وتلی دی، بیا یې پاک غسل وکړ، پاکې جامې یې واغوستې، سپین پاج یې وتاړه او له ملګرو رخصت شو. د ماښام لمونځ یې د نوزاد رود په سیمه کې په جماعت اداء کړ، اراده یې وه چې شپه نوزاد ولسوالۍ ته ورسوي. له لمانځه وروسته کله چې روان شو، ماښام لس باندې شپږ بجې وې چې په موټر د دښمن بې پيلوټه طیارې ټک وکړ او دغه د خدای د لارې خوځند، فعال او مخلص لاروی یې په شهادت ورساوه. انا لله و انا الیه راجعون
د مني د موسم لنډې ورځې، د هلمند د سنګین، نوزاد او موسی کلا تر منځ اوږدې فاصلې او بیا له ټولو امنیتي خطراتو او څار سره د دې ولسوالیو په یوه ورځ کې لیدل او جهادي چارو ته ځان رسول، تر دې چې حتی د غرمې خوراک ته هم مناسب فرصت نه شي پيدا، دا وړ مسؤلیت ترسره کول یوازې د شهید ملا عبد المنان په شان د واقعي اتلانو کار ګڼل کیدای شي.
دا وړ خوځند، نه ستړي کیدونکی او مخلصانه مسؤلیت ترسره کول یوازې د صادقینو او لله فی الله مجاهدینو له وسه پوره دي، نه د ډالرو او مادیاتو د هغو کرایي جنرالانو چې هر دم او قدم د ډالرو په حساب اخلي.
دا د همداسې فعالو او نه ستړې کیدونکو اتلانو د کردار نتیجه ده چې معاصره نړۍ ورته ګوته په غاښ پاته ده. هغه اشغالګر چې نور یې د نوم له یادولو سره ګبڼۍ نیسي، زموږ مجاهدین یې په وړاندې د سد سکندر په شان ولاړ دي او دا دی اتلس کاله وشول چې د خپل ایمان په زور یې د دجالي مادیت له پیروانو لار ورکه کړې ده.
ویاړ په همدې واقعي اتلانو، که معاصرې نړۍ د کینې او عقدې عینکې په سترګو ایښي او دغسې اتلان په نړیواله کچه نه یادیږي، نو راتلونکی نسلونه او د مبارزو تاریخ به هیڅکله د دغو کمسارو اتلانو په حقانیت او قهرمانۍ سترګې پټې نه کړي. بلکې په درنو کاڼو به یې وتلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button