د کندهار پولیس خلک تښتوي؛ د پیسو په بدل کې يې خوشي کوي

 

کندهار (عزم: سشنبه، اسد۱۳مه، ۹۴ل)

د کندهار ښار اوسېدونکي وايي چې د دې ښار پولیس خلک تښتوي او بیا يې د پیسو په بدل کې خوشي کوي.

د صدیق الله افغان په نامه کندهار مېشتی ژورنالیست وايي چې په ښار کې پولیس د غلو په څېر ولسي وګړي تښتوي د حوزو په زندانونو کې یې ساتې او پر سرونو پیسې اخلي.

د نوموړي په خبره د تښتول شوي کس نه کورنۍ خبره وي، نه نور دولتي ارګانونه؛ یوازې پولیس يې له کورنۍ سره اړیکه نیسي او په بدل کې يې د نغدو پیسو غوښتنه کوي.

هغه نه دي ويلي، چې د تښتول شوي کس پر سر څومره پیسې اخیستل کېږي، خو په خبره يې کله چې څوک د پولیسو له دې کاره خبر شي بیا نورې پلمې ورته کوي.

یو بل تن فیسبوک کاروونکی وايي چې پرون – دوشنبه – هم د کندهار ښار پولیسو د غفار مارکېټ مخې ته یو تن دوکاندار وتښتاوه، چې تر اوسه يې درک نشته.

په کندهار کې تر دې وړاندې د پولیسو د بداخلاقيو، جنسي تېریو او سړي تښتونو اړوند خبرونه خپاره شوي دي، خو د کندهار امنیتي مسوولینو يې په وړاندې کوم اقدام نه دی کړی.

د جاويد حميدي په نوم هم یو تن وايي چې د پولیسو له دې پرته بل کار نشته او په خبره يې مشران هم سر نه پسې ګرځوي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د هرات د شینډنډ ولسوالۍ ولسوال هم د جنسي تېري په تور زنداني شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button