طالبان: افغانستان کې د هيڅ بهرني هیواد وسلوال”مجاهدین” شتون نه لري

عزم(جمعه، ۱۵ لیندۍ ،۱۳۹۸)طالبانو د بي بي سي او یو شمیر نورو رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د افغانستان په ځینو سیمو کې د ختیځ ترکستان”ایغوریانو” د ډلې وسلوالو شتون په ډاګه شوی؛ دغه راز یې ډلې ته منسوبه یوه ویډیو هم جعلي او سانسور شوې بللې،  چې په کې دا ډله د افغان ځواکونو له ټانګونو او رینجر موټرو سره یوځای لیدل کیږي او د ملي اردو ټوپکونه هم ورسره دي.
طالبانو د دې راپورونو په رد کولو سره ویلي دي چې «وروسته له هغه چې په افغانستان باندې د امریکا لخوا یرغل وشو او دلته پراخه جګړه پیل شوه، ټول هغه بهرني مجاهدین او اتباع چې د شوروي سره د جهاد په کلونو کې افغانستان ته راغلي وو، له افغانستان څخه ووتل، اکثره خپلو هیوادونو او ځينې نور يې بعضو عربي هیوادونو ته لاړل چې هلته ورته زمینه برابره شوه»
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې ویډیو
په تړاو ویلي دي چې، دغه ویډیو په سوریه کې جوړه شوې او په وینا یې چې « ويډيو کې د افغانستان په اړه خپاره شوي عکسونه، چې افغاني نظامي او ملکي جامې په کې ښودل کیږي، یا د امریکايي هاموې ټانګونو او رینجر موټرو عسکونه یا وسلې په کې ښکاري، هغه تصاویر د اسلامي امارت د کومې جهادې قطعې له ويډيويي صحنو څخه اخیستل شوي عسکونه دي چې د سوء استفادې او بد بيني د ایجاد لپاره په یاده ويډيو کې کارول شوي دي.»

په عین حال کې بیا د دفاع وزارت د ویډیو د حقیقت په هکله له څه ویلو پرته ویلي، چې بهرنیو وسلوالو ته طالبانو د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

خو طالبانو په افغانستان کې د داسې ډلو د شتون او مسلح موجودیت په اړه آوازې او راپورونه یواځې پروپاګند بللی او په اوس وخت کې یې د داډول یوې ویډیو د خپرولو د لامل په هکله ویلي دي چې « دا ډول ویډیوګانې د دې لپاره خپریږي چې د اسلامي امارت او ګاونډيو هیوادونو ترمنځ بد بيني ایجاد شي او په سیمه کې د امریکا يي اشغالګرو شتون ته بهانې ولټول شي»

طالبانو یوځل بیا د سیمې او نړۍ هیوادونو ته ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې به ورته کوم زیان ونه رسیږي او زیاته کړې یې ده چې «اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هیوادونوته اطمینان ورکوي چې د افغانستان خاوره به د بل کوم هیواد په ضد نه استعماليږي او له نورو هیوادونو څخه هم د ورته دريځ درلودلو هیله لري»

د یادونې وړ ده چې د ختیځ اسلامي ترکستان ګوند توندلارې اسلامي ډله ده چې د چین په لوېدیځ کې د اویغور توندلارو جوړه کړې او چین، اروپايي ټولنه، امریکا، برتانیا، روسیه او پاکستان یې ترهګره ډله بولي.

دا ډله وايي، موخه یې د چین په سینکیانګ کې د ختیځ ترکستان په نوم خپلواک دولت جوړول دي.

دا لومړی ځل نه دی چې افغانستان کې دبهرنیو وسلوالو د شتون اړوند دا ډول ویډیوګانې  رسنیزې کیږي، بلکې تر دې وړاندې په ځلونو دا ډول اختراع شوې ویډیوګانې او نور توکي د حکومت پلوه رسنیو له خوا هغه مهال په سانسوریزه توګه خپاره شوي، چې د سولې او روغې جوړې خبرې یا له ګاونډیو او سیمیزو هیوادونو سره د طالبانو اړیکې یوه حساس پړاو ته رسیدلې دي.
اوس هم دا ویډیو په داسې حال کې رسنیو ته راووته چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې ښایي راتلونکو دو اونیو کې له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړي؛ بل لور ته د طالبانو او د سیمې د هیوادونو ترمنځ هم اړیکې خورا ګرمې شوې او هر هیواد هڅې کوي د افغانستان د راتلونکو واکمنانو په توګه له طالب چارواکو سره اړیکې ورغوي.
شنونکي وایي، داچې له یوې خوا حکومت له سختو داخلي ننګونو سره مخ دی او طالبان په خورا پیاوړې توګه په سیاسي ډګر کې پرمختګ کوي، ښایي دا ډول ویډیو جوړول د کابل حکومت او د هغوی د بهرنیو ملاتړو له خوا یوه بله دسیسه وي، ترڅو له یوې خوا د خلکو او نړیوالو پام له حکومتي جنجالونو پر بله واړوي او له بل لوري د طالبانو پر هڅو سیوری وغوړوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: