د فاریاب د قطعه خاص قومندان محمدخان احمدي بلخ کې وژل شوی دی

عزم(یکشنبه، ۱۷ لیندۍ ۱۳۹۸): د بلخ ولایت څخه په ورکړل شویو راپورونو کې راغلي دي چې د دغه ولایت په شولګره ولسوالۍ کې د فاریاب ولایت د قطعه خاص قومندان له دوه ساتونکو سره یوځای وژل شوی دی.

ویل شوي چې د قطعه خاص قومندان سمونیار محمدخان احمدي څو ورځې وړاندې له فاریاب ولایت څخه خپل اصلي خای د بلخ شولګرې ولسوالۍ ته کور ته راغلی وو چې بیګا شپه د طالبانو په یو برید کې وژل شوی دی.

د بلخ ولایتي چارواکو تر اوسه د دغه برید او د سمونیار محمدخان احمدي د وژل کیدلو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو د اجرایه ریاست مرستیال محقق د هغه د وژل کیدو په اړه تسلیت نامه او د غمرازی اعلامیه خپره کړې ده.

د برید مسئولیت طالبانو منلی ویاند یې ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې بیګا شپه یې د بلخ شولګرې ولسوالۍ صافیانو سیمه کې د فاریاب لپاره د قطعه خاص قومندان سمونیار محمدخان، مرستیال یې حسیب الله له څلور ساتونکو سره و وژل شو یو تن یې ژوندی نیول شوی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button