مسیر:سولې ته یوازې څو ګامونه پاتې دي

عزم(یکشنبه، ۱۷لیندۍ، ١٣٩٨ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو بیا پیل باندې بحث کړی دی. ورځپاڼې«څو ګامه د سولې تر هوکړې» تر سرلیک لاندې لیکلي، چې کېدای شي سوله ژو وشي او که ډېر وخت واخلي، نو یوازې څو میاشتې وخت به ونیسي.

«طالبانو په رسمي ډول په قطر کې له امریکایي پلاوي سره د خبرو د بیا پیلېدو پخلی کړی دی. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د اسلامي امارت مذاکراتي ټیم له امریکایي پلاوي سره خبرې له هغه ځایه پیل کړې دي، په کوم ځای چې درېدلې وې». څو ورځې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې زلمی خلیلزاد به قطر ته ولاړ شي او له طالبانو سره به په رسمي ډول خبرې پیل کړي. د امریکا له اړخه داسې ښودل کېږي چې د دې خبرو هدف د تاوتریخوالي را کمول دي، خو دا د سولې لپاره د امریکا له خوا د یو شرط په توګه یادېږي.»

د مسیر په باور، د سولې په خبرو کې ډېر اختلافات حل شوي او خبرې له هماغه ځایه بیا پیل شوې، په کوم ځای کې درېدلې وې.

«د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو پیل ته د افغان سولې په برخه کې د یو مهم پرمختګ په سترګه کتل کېږي. له دې امله چې د دواړو لورو تر منځ هوکړه وروستۍ شوې او یوازې لاسلیک یې پاتې دی، نو ښايي شته خنډونه هم ژر لرې شي او هوکړه لاسلیک شي. طالبان ټینګار کوي چې د هوکړې له لاسلیک سره سم به له امریکا سره اوربند کېږي او په دې سره به اتیا سلنه جګړه ختمیږي. طالبان وايي چې شل سلنه جګړه به په بین الافغاني خبرو کې له توافق وروسته ختمیږي او یا به هم د بین الافغاني خبرو پر مهال ختمیږي. د امریکا غوښتنه بیا دا ده چې طالبان دې د هوکړې له لاسلیک وړاندې تاوتریخوالی را کم کړي او یا دې اوربند وکړي. د دواړو لورو په دریځونو کې ستر اختلاف نه ښکاري، ځکه چې که هوکړه لاسلیک کېږي، نو ښايي تر هوکړې مخکې او تر هوکړې وروسته د اوربند یا تاوتریخوالي د کمولو تر منځ یوازې څو ورځې د وخت توپیر وي. اوس کېدای شي ژر هوکړه لاسلیک شي او اوربند وشي او یا هم پر اوربند توافق وشي، عملي شي او ورسره له ځنډ پرته د دواړو لورو تر منځ د سولې هوکړه هم لاسلیک شي. دا کوم داسې لوی او جدي اختلاف نه دی چې د خبرو او د هوکړې په برخه کې دې کوم لوی خنډ جوړ کړي.  که خبره یوازې د اوربند وي، نو ستونزه حل کېدونکې ده، خو که څه داسې خبرې وي چې طالبان او امریکا پرې پټې خبرې کوي او په اړه یې معلومات نه ورکوي، بیا ښايي داسې مسایل وي چې لا ډېرې چنې وغواړي او دواړه لوري زیاتو خبرو او وخت ته اړتیا ولري.»

ورځپاڼې لیکلي، سوله حتمي ده، خو اوس پکار ده چې د سولې په پایله کې داسې نظام رامنځته شي، چې هر څوک پکې ځان وویني او زموږ له ارزښتونو سره سم وي.

«څه چې روښانه دي، هغه دا دي چې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه حتمي ده. اټکل دی چې دا کار به ژر وشي، خو که وخت هم واخلي، ښايي څو میاشتې وي، خو هوکړه لاسلیک کېدونکې ده. دا د افغانستان د سولې په برخه کې مهم او اساسي پرمختګ دی. موږ له سولې څو ګامه لرې یو، اوس باید موږ افغانان د خپلمنځي خبرو، تفاهم او جوړجاړي لپاره پوره تیاری ولرو. اوس هغه وخت دی چې کینې او نفرتونه لرې کړو، یو بل ته لاس ورکړو او د اسلامي او افغاني ارزښتنو پر اساس پر یو داسې نظام هوکړه وکړو، چې موږ ته امن، عزت، سرلوړي او خپلواکي را وګرځوي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button