بهرني اشغالګر دې له جاپاني ډاکتر څخه زده کړي!

 

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د جاپانۍ مرستندویه مؤسسې د مشر ډاکټر ټیسټو ناکامورا له ترور څخه د یوې اونۍ په تېرېدو لاهم په کور دننه او بهر میشت افغانان د هغه په ویر غمجن دي او ټولو په یوه آواز دغه ناوړه عمل غندلی او د قاتلینو د مجازات غوښتنه یې وکړه.
داچې د جلال آباد ښار په زړه کې د ګوډاګي رژیم د واک په سیمه او د هغوی تر سترګو لاندې ساحه کې داسې لویه فاجعه رامنځته کیږي او قاتلین په سرو سترګو تېښته کوي دا جدا بحث دی او د وخت په تیرېدو به هرڅه لکه لمر ټولو ته روښانه شي، لیکن د ډاکټر ناکامورا مظلومانه وژل که له یوې خوا د اشغال تر چتر لاندې پوشالي نظام په سیوري کې د امنیت خرابېدونکی وضعیت په ډاګه کوي، له بل پلوه د هغه په مړینه د افغان ولس د غمشریکئ پراخ غبرګونونه بهرنیو اشغالګرو او په ځانګړې توګه امریکایانو ته مهم پیغام له ځانه سره لري او په کار دی، چې بهرني اشغالګر ورڅخه پند او عبرت واخلي.
د جاپان مشهورې راډیو ټي بي ایس(TBS Radio( په افغانستان کې د ډاکټر ټیسټو ناکامورا د وژل کېدو په تړاو د افغان ولس پراخو غندنو او ژورې غمشریکئ ته په کتلو سره ویلي، چې « ښايي ټیسټو ناکامورا د افغانستان په تاریخ کې لومړنی بهرنی کس وي، چې په مړینه یې په دومره پراخه کچه او د څو پرله پسې ورځو لپاره افغانان ویر او خفګان کوي» ځکه تردې وړاندې چې په افغانستان کې څومره بهرنيان د اشغال په موخه راغلي نه یوازې داچې افغان غازیانو یې په کلکه مقابله کړې او په خپلو وینو کې یې لمبولي دي، بلکې ټول افغان ولس یې په وژلو د خوښۍ جشنونه لمانځلي دي.
دا په دې معنی نه ده چې افغانان یوازې د بهرنیانو په وژلو بې موجبه خوشحالي کوي، بلکې افغان میړنی ولس که له یوې خوا غیرتي او باتور ولس دی، په ورته وخت کې مینه ناک او بشرپال هم دی، په ښو او بدو پوهیږي، هغه بهرنیان چې په بې غرضه توګه د خیر ښیګڼې کارونو لپاره دلته راځي، افغان ولس او اسلامي امارت یې هرکلی کوي، او د خپلو امکاناتو په تناسب همکاري ورسره کوي، په سختیو او غمونو کې ورسره همدردي کوي؛ خو هغو بهرنیانو او د هغوی مزدورانو څخه کرکه او نفرت کوي، چې دلته د اشغال په نیت راځي، شپه او ورځ د خپلو شومو استعماري موخو د حصول لپاره بې ګناه افغانان شهیدانوي، ټپيانوي، کورونه، جوماتونه، ښوونځي، مدرسې او کلنیکونه یې ورنړوي او تر ټولو بدتره یې لا داچې خپلو ټولو دغو وحشیانه اعمالو ته د تروریزم؟! ضد مبارزې نوم ورکوي.
مونږ پخوا هم ویلي او یوځل بیا یې تکراروو، چې که د امریکا په شمول هر بهرنی هېواد یا ټولنه غواړي افغانستان کې پانګونه وکړي، په غیر مشروط ډول د خیر ښېګڼې کارونه ترسره کړي او یاهم سوداګریز او دیپلوماتیک روابط ټینګ کړي، له ټوپک او ټانګ څخه پرته دې د اصولو مطابق افغانستان ته راشي، ولس او د افغانستان اسلامي امارت به یې په ژوند لکه د جاپاڼي ډاکټر ټیسټو ناکامورا په شان د «کاکامراد» په افتخاري لقب ونازوي او د یو افغان په توګه به یې عزت او درناوی وکړي او له مرګ وروسته به یې هم په عزت او درناوي سره خپلو هېوادونو ته رخصت کړي او همدغه د عقل تقاضا هم ده.
خو که چیرې د امریکا په مشرۍ د ناټو ائتلاف اشغالګر هېوادونه خپلې سرتمبګۍ ته دوام ورکړي او د افغانستان په اشغال باندې ټینګار کوي، له شک پرته چې دا به معقول انتخاب نه وي او نه هم د دواړو لوریو ګټې تضمینوي، بلکې دلته به د جګړې ددوام باعث او د افغان ولس د لا دربدرۍ او اشغالګرو هېوادونو لږ پاتې اعتبار به هم له خاورو سره خاورې کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button