د حکمتیار ډله: له حزب جلاشوې څیرې مهم غړي نه وو

عزم(سه شنبه، ۱۹ لیندۍ ،۱۳۹۸)د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې ویلي، هغه کسان چې د دوی له حزب څخه جلاشوي مهم او کلیدي خلک نه وو چې حساب پرې وشي.

په جلا شویو کسانو کې د ګلبدین حکمتیار د زوی جمال الدین په ګډون جمعه خان همدرد، فاروق وردګ، عبدالروف ابراهیمی، امر لطیف ابراهیم، قاضی محمد امین وقاد، وحیدالله سباوون، مولوی سرفراز، اسدالله سعید، حاجی احسان الله مسعود، مظفرالدین یمین، اصف ننګ، قانت بشیر ، سیدرحیم ستار ، داکتر عزت الله نوری، حاجی سرکاتب ، حمیدالله توخی، ضیاالرحمن کشمیرخان، قدیر کریاب، اکبر بارکزی، مولوی جان محمد، محمد نادر افغان، فیضان الله فیضان، حاجی خان محمد وردګ، خالد اسد، ګل الرحمن همدرد، زمان مزمل، ابوبکر، حاجی الماس، حاجی اقبال صافی، حاجی طاهر صافی، انجبنر غفار، قوماندان میرویس، حاجی حیات ازره وال، حاجی شرافت، صمیم شفیق، الله ګل مجاهد، محمد امین کریم او یو شمیر نور کسان…. چې شمیر یې تر ۵۰ کسانو رسیږي، شامل دي.

د حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب مرکزي شورا غړي همایون جریر بي بي سي ته د جلا شویو کسانو په هکله ویلي دي چې په رسینو کې د خپاره شوي لیست ځینې نومونه ناسم دي او ځینې نورو یې له ډېره وخته له اسلامي حزب سره همکاري شکولې وه
نوموړي ویلي«زموږ څو وروڼه ځکه په دې ډله کې وو، چې په ګوند کې ټاکنې وشوې او په ترڅ کې یې ځینو دندې له لاسه ورکړې او پر ځای یې ځوانان راغلل، دوی د ګوند له کارونو هم ستړي شوي وو. دوی مهم غړي نه دي»
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د حکمتیار په مشرۍ حزب څخه د عبدالهادي ارغندیوال او زرداد فریادي په ګډون ګڼ شمیر نورو کلیدي حزبي مشرانو هم اړیکه پرې کړې وه.
داسې ګنګوسې دي چې د حزب په داخلي اختلافاتو کې د غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټیم لاس دی، خو ځینو جلا شویو کسانو دا اوازې رد کړې او ویلي یې دي چې د نورو اختلافاتو له امله چې ژر به یې رسنیز کړي، خپله لاره له حکمتیاره جلا کړې ده.

د یادونې وړ ده چې تازه جلاشویو کسانو کې ډیری یې هغه دي چې تیرو ۱۸ کلونو کې پر حکومتي پوسټونو پاتې شوي دي.

دا اختلافات وروسته تر دې راځي چې ګلبدین حکمتیار له ډاکټر عبدالله سره په ګډه د هغو ۳۰۰ زره رایو د ابطال غوښتنه وکړه چې تقلبي کارول شوې او د ټاکنو کمیسیون په غیرقانوني توګه سیستم ته داخلې کړې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button