د ټاکنو کمیسیون مشره،معترضو نوماندانو ته: لاس مو خلاص پایلې اعلانوم

عزم(جمعه، ۲۲ لیندۍ ،۱۳۹۸)نن د انتخاباتي شکایاتو کمیسیون د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د برخلیک په هکله د ټاکنیزو نوماندانو د استازو غونډه وربللې وه چې په کې د بیلابیلو ټیمونو د استازو ترڅنګ د ټاکنو کمیسیون مشرې  حوا علم نورستانۍ او نوروکمیشنرانو هم ګډون درلوده.
ناسته کې د ټاکنو کمیسیون مشرې حواعلم نورستانۍوویل، چې ۷۰۰ زره غیرقانوني رایې یې باطلې کړې او نور نه شي کولی یوه غیر قانوني رایه هم باطله کړي.
نوموړې د نوماندانو  استازو ته د یوې لفظي شخړې پرمهال په ګواښوونکې توګه وویل« لاس موخلاص څه مو چې له وسه کیږي، زه د ټاکنو پایلې اعلانوم»
سرچینې وایي چې حوا علم تر غونډې وروسته سملاسي ارګ ته تللې او په دې هکله نور جزئیات نه دي په ډاګه شوي.
غونډه کې د اشر ف غني د ټیم مشر عمر داودزي هم وویل چې کمیسیون ټول تخنیکي کارونه بشپړ کړي او اوس یواځې سیاسي لانجو د پایلو د اعلان مخه نیولې ده.
خو د ډاکټر عبدالله د ټیم استازي اسدالله سعادتي بیا وویل چې که کمیسیون د ۳۰۰ زره تقلبي رایو تر ابطال وړاندې پایلې ابلاغ کړې، دوی به یې پر وړاندې جدي تصمیم ونیسي.

ناسته کې د انتخاباتي شکایاتو کمیسیون مشرې زهره بیان شینواري بیا وویل، یواځې د ۱۰۲ زرو او ۱۳۷ زرو رایو په تړاو اختلاف دی چې باید د خبرو له لارې حل شي.

سرچینې وایي، چې ارګ د ټاکنو پر کمیسیون فشار زیات کړی چې ابتدایي پایلې هرڅومره ژر اعلان کړي، تر څو د انتخاباتي شکایاتو کمیسیون هغه ۳۰۰ زره رایې چې جنجالي دي، تقلبي ثابتې نه کړي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button