ننګرهار کې د چرګوړو د تولید یوه فابریکه جوړه شوه

عزم(یکشنبه، ۲۴لیندۍ، ١٣٩٨ل): د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، ننګرهار کې په لومړي ځل د چرګوړو د تولید یوې فابریکي په کار پيل وکړ چې له پاکستان څخه به د چرګوړو په وارداتو کې شل سلنه کموالی راولي.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست رئیس ضمير بهسودي وايي، دغه فابریکه چې د خصوصي سکټور له خوا جوړه شوې ده په میاست کې د ۶۰۰ زره چرګوړو د تولید وړتیا لري.

د ده په خبره، د ننګرهار د کرنې ریاست هلې ځلې کوي، چې د چرګانو روزنې برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې زیاتې کړي.

د حبيب حسام په نوم د دې فابريکې مشر عزيز الله حسام وايي، په کور دننه د چرګانو د روزنې برخه پیاوړې شوې ده او له بهرنیو هېوادونو د چرګوړو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

هغه زياته کړه، د دې نوې فابریکې په جوړښت سره به د چرګوړو په وارداتو کې شل سلنه کموالی راشي.

حسام وايي، هڅې يې پیل کړي په کور دننه د چرګانو روزنې لپاره ډېر کار وکړي، خو له حکومت غواړي چې دې برخه کې ورسره پوره همکاري وکړي.

د ننګرهار د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، افغانستان په کال کې ۲۹۵ زره ټنه د چرګانو غوښو ته اړتیا لري، چې په کلنۍ ډول هر کال ۲۱۹ زره ټنه یې په هېواد کې د ننه تولیدېږي. همدا راز افغانستان په کال کې ۱۷۰ میلیونه یوه ورځنیو چرګوړو ته اړتیا لري، چې له دې ډلې څخه ۲۱ میلیونه یې په هېواد کې د ننه تولیدېږي او افغانستان په کال کې د چرګانو ۵۶۴ زره ټنه دانې ته اړتیا لري، چې ۲۹۰ زره ټنه یې په هېواد کې دننه تولیدېږي.

اوس مهال په ټول هېواد کې دغوښنو چرګانو اته زره او ۶۵۹ فارمونه شته، چې له دې ډلې شپږ زره او ۲۴۰ فارمونه یې فعال او په کال کې د چرګانو ۲۱۹ زره ټنه غوښه تولیدوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: