په بادغیس کې د زعفرانو د پروسس یو مرکز فعال شو

عزم(یکشنبه، ۲۴لیندۍ، ١٣٩٨ل): د بادغیس ولایت ځايي چارواکي وايي، د بادغیس په مرکز قلعه‌نو کې د زعفرانو د پروسس یو مرکز فعال شو او له دې وروسته به په دغه ولایت کې هغه زعفران چې په دغه ولایت کې تولیدېږي، همدلته پروسس کېږي.

دغه مرکز د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې د برخې له خوا جوړ شوی، چې ۴۸کیلو ګرامه زعفران په ۲۴ساعتونو کې پروسس کوي.

په دغه مرکز کې د زعفرانو د وچولو ماشینونه، د زعفرانو ډلبندي، پاکول، اضافي توکي ترې کول او د زعفرانو د بندولو چارې ترسره کېږي.

اوس مهال د هېواد په ګڼو ولایتونو کې زعفران کرل کېږي، چې له دې وړاندې یې په هرات کې هم ورته یو مرکز جوړ شوی و.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، راتلونکي کال کې به په افغانستان کې ۲۰زره ټنه زعفران تولید شي، چې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته به صادر شي.

د افغانستان زعفران ښه نوم او ښه کیفیت لري، چې اوس یې په نړیوالو بازارونو کې ښه نوم پیداکړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button