د اسلام ځلانده ستوری، ابوبکر صديق رضی الله عنه

 

پېژندنه: د ابو بکر صديق رضی الله عنه اصلي نوم عبدالله ؤ، د تميم بن مره له قبيلې څخه ؤ، په شپږم نيکه (مرة بن کعب) کې يې نسب له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يو يو ځای کيږي. د کنيت نوم يې صديق او له هغو لسو صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه ؤ چې په دنيا کې ورته د جنت زېری ورکړل شوی دی.

ابو بکر رضی الله عنه د فيل له کال څخه دوه کاله وروسته په مکه معظمه کې زېږېدلی، په سړيو کې لومړی سړی ابوبکر صديق رضی الله عنه ؤ چې په رسول الله صلی الله عليه وسلم يې ايمان راوړ او د اسلام لومړی خليفه ؤ. اولنی شخص ؤ چې د معراج د پېښې تصديق يې بې له کوم ځنډه وکړ، له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په ټولو جنګونو کې ملګری ؤ. بالآخره د هجرت په ديارلسم کال چې د (۶۴۰) ميلادي کال د اګست له دوه ويشتمې نېټې سره سمون لري په مدينه منوره کې د سه شنبې په شپه د (۶۳) کالو په عمر وفات شو!

علي رضی الله عنه يوه ورځ له خلکو څخه پوښتنه وکړه، چې ستاسې په نظر تر ټولو اتل سړی څوک دی؟

ټولو وويل:  تاسې؛ يا اميرالمؤمنين!

هغه وفرمايل چې زه خو تل له خپل سيال سره جنګېږم او دا کومه اتلولي نه ده، تاسې د اتل سړي نوم راته واخلئ؟

ټولو په يو غږ وويل چې موږ ته نه دی معلوم!

علي رضی الله عنه وفرمايل تر ټولو اتل سړی ابوبکر صديق رضی الله عنه دی، د بدر په ورځ موږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم لپاره څپرکی جوړ کړی ؤ، پوښتنه وشوه چې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره به څوک پاتې کيږي، چې د مشرکانو د حملو مخه ونيسي؟

سوګند پر الله جل جلاله چې پر موږ کې هيچا دا همت ونه کړ، چې د کفارو د حملې د مخنيوي لپاره نبي عليه السلام سره پاتې شي، ځکه چې يو يو خو د کفارو پوځ ډېر ؤ او بل د مسلمانانو په سنبت ډېر مجهز ول. نو يوازنی سړی ابوبکر ؤ چې اېستلې توره ودرېد او هيڅوک يې هغه (صلی الله عليه وسلم) ته ور پرېنښودل. هر چا به چې حمله وکړه، د ابوبکر رضی الله عنه تورې به را ايسار کړ!

همداراز يو ځل په مکه معظمه کې مشرکانو رسول الله صلی الله عليه وسلم راونيو او د هغه په وهلو يې پيل وکړ او ورته يې وويل چې هغه ته يې، چې وايې الله يو دی؟

سوګند پر الله جل جلاله چې هيچا د کفارو د مقابلې جرئت ونه کړ، خو يوازې ابوبکر صديق رضی الله عنه ؤ چې راوړاندې شو کفار يې ليرې کړل او ويل به يې چې افسوس تاسې داسې سړی وژل غواړئ چې وايي زما رب يو دی!

چې دا يې وويل؛ علي رضی الله عنه په ژړا شو او ويې فرمايل ښه نو وواياست چې ال فرعون غوره دی او که ابوبکر صديق رضی الله عنه، خو خلکو ځواب ورنه کړ؛ نو ويې فرمايل ځواب ولې نه راکوئ؟

سوګند پر الله جل جلاله د ابوبکر صديق رضی الله عنه حالت د ال فرعون مؤمن له حالت څخه زر ځلې غوره دی، هغه خپل ايمان پټولو او ابوبکر خپل ايمان څرګند کړ.

ابوبکر رضی الله عنه د رسول الله څخه وروسته له ټولو خلکو زيات اتل ؤ، زړه يې کلک، حوصله يې لوړه او اتلولۍ باندې يې دا دليل بس دی چې د بدر په ورځ يې رسول الله ته وويل اې د الله رسوله! د الله تعالی ژمنه تا ته بسنه کوي، هرو مرو به تا سره کړې ژمنه تر سره کوي! همدا راز د ابوبکر رضی الله عنه د اتلولي ښه بېلګه د احد په جګړه، د خندق په غزا او په صلح صديبه کې ښه تر سترګو کيږي.

کله چې ابوبکر رضی الله عنه ته د خلافت دروند پېټی وسپارل شو نو هغه مبارک تر هر څه ړومبی د مرتدينو پر ضد د جهاد اعلان وکړ او هغوی ته يې ماتې ورکړه او بيرته يې اسلام ته غاړه کېښوده. په همدې ډول له زکات څخه انکار کوونکو سره يې جنګ وکړ او هغوی ته يې هم ماتې ورکړه؛ که د ابوبکر رضی الله عنه دغه  اتلولي او مېړانه د ټولې نړۍ په ډارنو خلکو ووېشل شي نو ټول خلک به زړور شي.

رضی الله عنهم ورضوا عنه، ذلک لمن خشی ربه

سميع الله افغان

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button