ډيموکراټيکو نظامونو کې د مقدساتو توهين ولې.!؟

 

ليکوال: م. عطاءالله مبارز

که څه هم د مسلمانانو په څوارلس سوه کلن تاريخ کې چېرته هم کوم مسلمان د بل دين مقدساتو ته توهين نه دی کړی، مګر له بده مرغه کفري نړۍ کې هر وخت د اسلامي مقدساتو توهين کېږي.

کله صلیبيان کومه مسلمانه ښځه په لارو او کوڅو کې د حجاب په تور تنګوي او کله بيا په اروپا کې د مسلمانانو اباد جوماتونه په يوه بهانه او بله بهانه ورانوي.

کله خو بيا ان د ټولې نړۍ د خير البشر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته منسوب کارتون جوړ کړي او داسې وخت هم راغلی چې په ويډيويي کلپونو کې يې سپېڅلي قرآن کريم ته اور ورته کړی وي. او پوره بې حيايۍ او وحشت سره يې سوځوي.

بل لورته بيا همدغه صليبي هېوادونه د عقيدې او بيان د ازادۍ کاذبه ډنډوره هم غږوي او وايي چې ګواکې دوی دبشر ټولو حقونو ته ژمن دي. د انسان عقيدې، مذهب، دين او نورو مقدساتو ته پوره درناوی لري.خو له دې ډول پېښو او اعمالو معلومېږي چې دوی په خپله دغه دعوا کې کاملاً درواغژن دي.

خو پوښتنه دا پيدا کېږي چې په صليبي هېوادونو کې ولې يوازې د اسلام د سپېڅلتياوو او مقدساتو توهين کېږي؟؟
تر ټولو مخکې بايد ووايو چې په خپله په کفري نړۍ کې چې کومې سروې ګانې کېږي، د هغو پايله دا ده چې نن سبا د نړۍ په اکثره هېوادونو کې دويم دين چې زيات پيروان لري، اسلام دی. او ورځ تر بلې د مسلمانانو په نفوس زياتوالی په کې راځي.

صلیبي او په ټوله کې کفري نړۍ د مقدساتو په توهينولو غواړي چې مسلمانانو ووېروي او ورته وښيي چې صليبيان د مسلمانانو مقدسات هم؛ چې مسلمانان پرې هر څه ځاروي؛ توهينولی شي.

بل لورته په نړۍ کې د سروې ګانو له مخې ويل کيږي چې په نړۍ کې هغه دين چې ورځ تر بلې زيات پيروان پيدا کوي، اسلام دی او دا ځکه چې اسلام د انسان د ژوندانه هر اړخيز قوانين لري.

په اسلام کې د ټولنې طبقاتي سيستم وجود نه لري. يعنې ټول انسانان پکې يو برابر دي. مګر په نورو اوسنيو اديانو کې بيا دا ډول انصاف او برابري نشته.

د انسانانو تر منځ یې د خپلو شخصي ګټو او اغراضو لپاره طبقاتي وېش رامنځته کړی دی، نو له دې امله ورځ په ورځ د نورو اوسنيو اديانو پيروان اوس له خپلو دينونو څخه بېزاره کېږي او اسلام ته داخلېږي.

اوس صليبي نړۍ په دې هڅه کې ده چې په کوم شکل د اسلام د پرېمانه خپراوي مخه ونيسي؟ نو له اسلام سره د تعصب لرلو پر اساس د مسلمانانو د مقدساتو د توهينولو ناکامې هڅې کوي.
بل دا چې داسلام د خپرېدو په اواوېلو کې مسلمانانو صليبيان د خپلو تورو په واسطه په شا کړي وو او د عبرت داسې درس يې ورکړی ؤ چې تر ډېره پورې د صليبيانو په اذهانو کې پروت ؤ، خو اوس صليبيان د عروج په دوره کې دي نو ځکه اوس مسلمانانو ته ښيي چې اوس نو هاغه د نيکونو انتقام درڅخه اخلو.

د اسلامي مقدساتو په توهين کې تر ټولو ډېر نقش اروپايي هېوادونه لکه فرانسه، ايټاليه، جرمني، ډنمارک، ناروې او نور… لري.
تر دې وړاندې هم چې په بار بار په پورتنيو يادو شويو ملکونو کې اسلامي مقدساتو توهين شوی دی چې له جملې يې په فرانسه کې د نبي عليه السلام کارتون جوړ شوی ؤ او بيا په ډېره سپين سترګۍ سره تلوېزيوني نندارې ته وړاندې شوی ؤ. خو دا چې د اسلام غازيان د نړۍ هر ګوټ کې ژوند کوي، نو له همدې امله همالته په فرانسه کې دوه عرب وروڼه چې شريف او سعيد نومېدل، د توهين په دغه دفتر باندې بريد تر سره کړ او ۱۲ تنه متعصب صليبيان يې پکې له تېغه تېر کړل.

له دې وروسته بيا په ډنمارک کې هم دغه ډول وحشي عمل په بار بار تر سره شوی دی.

تېره مياشت په پوره زور او سپين سترګۍ سره د ناروې په يوه چوک کې د قرآنکريم توهين ته ملا وتړله، او يو لوی مجلس يې جوړ کړ خو له نېکه مرغه يوه مسلمان مجاهد بيا له خپل دين څخه د دفاع په خاطر په توهين کوونکي صليبي باندې ورودانګل او په سوکانو او لغتو يې په هماغه ډګر کې پرې د تسليمۍ لاسونه جګ کړل او بلاآخره يې دغه توهين امېزه غونډه پرې لغوه کړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: