افغانستان کې پر جنګي جنایاتو کې ښکیل استرالیاوي پوځي ځان وژنه وکړه

عزم(سه شنبه، ۲۶ لیندۍ ،۱۳۹۸)، د استرالیا هیواد هغه پوځي چې درې کاله وړاندې یې اعتراف کړی وه چې افغانستان کې یې د خپل ماموریت پر مهال جنګي جنایات تر سره کړي وه، ځان وژنه وکړه.
د استرالیا اي بي سي نیوز د راپور له مخې، د “کوین فراسټ”په نامه دغه ۴۵ کلن استرالیایي پوځي تیره اونۍپه “باسلتون” ښار کې له خپل کوره نادرکه شو، چې تیره ورځ یې د کورنۍ غړو تائید کړه چې د نوموړي جسد یې موندلی او له ورایه ښکاري چې ځان وژنه یې کړې ده.

نوموړي منلې وه چې یو بیګناه افغان بندي یې په شکنجو وژلی دی.
د طالبانو تر سقوط وروسته استرالیایي پوځیان چې شمیر یې ۵۰۰ تنو ته رسیده، په اروزګان ولایت کې میشت شول چې د موندنو له مخې، دغو پوځیانو په یاد ولایت کې  پراخ بشرضده جنایات ترسره کړل.
د بشري حقونو موندنې ښیي، د هغو بوږنونکوجنایاتو له امله چې استرالیایي پوځیانو افغانستان کې کړي، ددغو پوځیانو پر روان ناوړه اغیز کړی او له ۲۰۰۱ کال راپه دې خوا ۴۰۰ استرالیایي پوځیانو ځان وژنه کړې ده.

په هغه لوی سند کې چې تیر ۲۰۱۷ کال کې د استرالیا اي بي سي خبري شبکې خپور کړ، په کې راغلي وه چې استرالیایي پوځیانو په اروزګان ولایت کې لوی جنایات ترسره کړي دي.
دغه سند کې راغلي وه چې یادو پوځیانو په ۲۰۱۲ کې یو ۱۳ کلن هلک د ساعتیرۍ او نښې ویشتنې په موخه په نښه او ځای پر ځای یې وواژه؛ دغه راز یې په ۲۰۱۳ کې د بسم الله په نوم یو سیمیز وګړی له خپل ۶ کلن ځوی سره یوځای شهید کړ، دغه راز په لسګونو نور جنایات… چې د دغه هیواد پوځي چارواکو یې پر وړاندې توند غبرګون وښووده. .
د بشرحقوقو سازمان موندنې ښیي چې استرالیایي پوځیانو په ارزګان کې یو سپینږی سړی له کوم جرم پرته وواژه او یو بل یې چې لاسونه یې ورتړلي وه له غره څخه راوغرړاوو او هغه هم ووژل شو؛ د ورته بوږنونکو خبرونو په هکله د استرالیاهیواد ژمنه وکړه چې یاد جنایات به څیړي او نتایج به یې اعلانوي، خو له کلونو تیریدو وروسته لا هم دا کار نه دی شوی.
استرالیایي پوځیان چې شمیر یو نیم زرو ته رسیده، په ۲۰۱۳ م کال کې له ارزګان ولایت څخه ووتل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button