د روڼتیا څار بنسټ: حکومت په اداري فساد کې هم سیاسي چلند کوي

عزم(سه‌شنبه، ۲۶لیندۍ، ١٣٩٨ل): د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ وايي، حکومت د ځینو وزیرانو په دوسیو کې سیاسي چلند کوي، چې له امله یې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه ناکامه کړې ده.

د روڼتیا د څار بنسټ یو څېړونکی ناصر تیموري وايي، د افغانستان عدلي او قضايي بنسټونه هم د اداري فساد پر وړاندې کوټلي ګامونه نه اخلي، چې له امله یې د اداري فساد پر وړاندې مبارزه کمرنګه شوې ده.«موږ همدومره پوهېږو چې له دوی د افغانستان په لویه څارنوالۍ کې جدي پلټنې نه کېږي.»

دی وايي، د ګډ حکومت د ۲۰وزیرانو دوسیې باید وڅېړل شي، چې په اداري فساد کې ښکېل دي، خو په حکومت کې سیاسي چلند د دې لامل شوی، چې د اداري فساد پر ضد کارونه پیکه شي.

د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې د امریکا سفیر جان باس هم وویل، چې حکومت له اداري فساد سره په مبارزه کې پاتې راغلی او د اداري فساد په برخه کې له ځینو دوسیو په ځانګړې ډول د ځینو وزیرانو له دوسیو سره سیاسي چلند کېږي.«تر هغې چې افغان ولس، پر زورواکو، واسطه لرونکو او د دغه هېواد ډېری هغه ډلې چې فکر کوي قوانین د هغو لپاره نه دي، د یو ډول قانون د پلي کېدو شاهدان ونه اوسي، تاسو به د فساد پر له منځه وړلو کې بریالي نه شئ.»

له ارګ نیولې تر عادي ادارو پورې په فساد کې ښکېلې بلل کېږي، خو د ښارجوړونې او ځمکو، کانونو او پټرولیم، مخابراتو، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له دوسیو سره حکومت سیاسي چلند کوي او وزیران یې د محکمو پر وړاندې نه حاضرېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button