میدان وردګ کې قومندان علیپور له یو تن سترګي ایستلي او ۴ ملیونه افغانۍ یې ترې وړي

عزم(سه شنبه، ۲۶ لیندۍ ۱۳۹۸): د میدان وردګو ولایت دایمیرداد ولسوالۍ کې د قومندان علیپور په نوم یو تن زورواکي له ولسي خلکو څلور ملیونه افغانۍ وړي او د یو تن څخه یې لومړی سترګې ویستلي وروسته یې وژلی دی.

د وژل سوي کس خپلوانو د بشر حقونو کمېسيون ته عریضه کړې او د عدالت غوښتنه کوي.

.
دوی وایي چې د ۱۳۹۸ کال ۷ په ۹ نیټه د بامیان ولایت له کامرد ولسوالۍ څخه د میدان وردګ چې د دغه ولایت بهسود ولسوالۍ سیاه خاک منطقه کې د علیپور وسلوالو کسانو له څو پوښتنو وروسته له موټر راکښته کړو، لاسونه او پښې یې راوتړل، هغه څلور ملیونه افغانۍ یې راڅخه واخیستلې چې ځمکه مو خرڅه کړې وه او مونږ یې نامعلوم لوري ته له ځان سره یوړلو.

دغه کسان چې یو یې سید عباس او بل یې صاحب جان نومیږي وایي مونږ ته یې دغه بند خونه کې اتلس ورځې برقي شاټونه او نور تعذیبونه راکړل چې وروسته د سپینږیرو په وساطت راخوشې شولو، خو یو تن له مونږ څخه چې فضل ربي نومیده لا هم د دوی په بند کې باته شو چې څه وخت وروسته یې په داسې حال کې په دشت کې اچولی وو چې سترګې یې هم ترې ویستلې وې.

د یادونې وړ دی چې قومندان علیپور په میدان وردګ، غور او بامیانو کې خپلسري وسلوال لري چې په ګڼ شمیر جرمونو باندې تورن دی.
دهغه په خلاف ځانګړو ځواکونو د تیر ۱۹۹۷ کال په تلې میاشت کې عملیات وکړل چې له دواړو لوریو لسګونه کسان و وژل شول او ټبیان شول خو په نیولو کې یې پاته راغلل چې وروسته علیپور په کابل کې ونیول شو.

د علیپور له نیولو وروسته د هغه پلویانو د کابل ښار کې لاریونونه وکړل ۸ پوستې یې وسوځولې ۳۸ پولیس یې ټپیان کړل چې وروسته د ولسمشر غني د مرستیال سرور دانش له لوري خوشې شو او بیرته یې دا دی د ولسي خلکو په زورولو او وژلو لاس پورې کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button