د اروپا پارلمان افغان چارواکو ته: هیواد کې مو د پراخې بچه بازي مخه ونیسئ

د پارلمان د پریکړه لیک په سریزه کې راغلي، دا ناوړه عمل د افغانستان په څو ولایتونو کې دود دی چې په کې له ۱۰ تر ۱۸ کلونو پورې هلکان د مطرحو څیرو، سیاسي چارواکو او د ملي اردو او پولیسو د عسکرو له خوا تښتول کیږي او یا هم د پیسو په مټ دغه ناوړه کار ته اړ کیږي.

عزم(پنجشنبه، ۲۸لیندۍ ،۱۳۹۸)د اروپا پارلمان په یوه پریکړه لیک کې د کابل حکومت له چارواکو غوښتي چې هر څومره ژر باید په خپل هیواد کې د کم عمره هلکانو د جنسي ځورونې “بچه بازي”مخه ونیسي.

د پارلمان د پریکړه لیک په سریزه کې راغلي، دا ناوړه عمل د افغانستان په څو ولایتونو کې دود دی چې په کې له ۱۰ تر ۱۸ کلونو پورې هلکان د مطرحو څیرو، سیاسي چارواکو او د ملي اردو او پولیسو د عسکرو له خوا تښتول کیږي او یا هم د پیسو په مټ دغه ناوړه کار ته اړ کیږي.
پریکړه لیک کې پر افغان حکومت ژغ شوی چې د دې ناوړه کار جرړې ختمې او د مخنیوي لپاره دې د هیواد په کچه د اړیکو یو پروګرام چې “د ماشومانو د حقوقو د ماتوونکو” په نوم، نومول شوی وي، پیل کړي.
پارلمان ویلي، افغان حکومت باید د دې چارې د لا ښه مخنیوي لپاره د دې کارونو د عاملینو په هکله د مستقیمې خبرتیا ورکولو آسانتیا برابره او ترڅنګ دې یې د ځوانانو او کم عمره هلکانو لپاره د عامه پوهاوي روزنیز پروګرامونه پر لاره واچوي
دا په داسې حال کې ده چې تیره میاشت لویدیځو رسنیو د یوې ټولپوښتنې پر اساس راپور خپور کړ، چې د لوګر په ولایت کې تر ۵۰۰ ډیر زدکونکي ماشومان د خپلو ښوونکو،  ټولګیوالو او د ښوونځي د ملګرو  له خوا په جنسي توګه ځورول شوي چې ځینو یې ځان وژنې هم کړې دي.
تر دې ور آخوا په ارګ کې د ښځینه چارواکو د مقرري پر مهال د پراخ جنسي رشوت د شتون، په امنیتي پوستو کې د افغان ځواکونو له خوا د کم عمره هلکانو د حنسي ځورولو او په روغتیایي، ښوونیزو، او رسنیزو اداراتو کې هم د ستر جنسي فساد د شتون ادعاوې شته چې تیرو څلورو کلونو کې یې بوږنونکې بیلګې وخت پر وخت رسنیزې شوې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button