که صداقت یې بس د خپلو پښو زنځیر نشي

پردېس

د خالد توره ده څرخیږي لات منات ماتوي

بیا غزنوي راولاړیږي سومنات ماتوي

ډېوې د وینو بلوي، څلي د نور دروي

خورې شغلې دي چې غځیږي ظلمات ماتوي

***

راغورځوي به د ستم او استکبار برجونه

زموږ ولس خو دغه عهد او تړون کړی دی

نور د پردیو مزدوران دلته زغملای نشي

مؤمن افغان دغه تکل آن له پرون کړی دی

***

زموږ بریمنه قافله به پر مخ درومي وړاندې

کله فرنګ، کله به روس غوندې طاغوت ماتوي

رغندې چیغې د تکبیر مو بې تاثیره نه دي

پر نړۍ خور دغه غمجن غوندې سکوت ماتوي

***

ربه ته یې مل شې چې خدمت ستا د قرآن وکړي

غازي افغان د غیرتونو پر لار ګام ایښي

خاونده، وساتې د تا د حقې لارې سپاهیان

مکار غلیم ورته په لاره کې پټ دام ایښي

***

پوهېږم رابه وړي نړۍ ته د خوښیو پیغام

دا غیرتیان که د چا لومو کې اسیر نه شي

د مستکبر له زولنو نه به جهان خلاصوي

که صداقت یې بس د خپلو پښو زنځیر نشي

— ۱۳۷۰

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button