کندهار: دترافیکي پیښې له امله ۹ کسان وژل شوي

عزم(جمعه، ۲۹لیندۍ ،۱۳۹۸)د کندهار سیمیز چارواکي وایي چې د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د «واسوای» په نامه سیمه کې د یوه موټر د چپه کیدو له امله نهو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی..

د کندهار د امنيه قومندانۍ وياند جمال بارکزي رسنیو ته ویلي، پیښه تیره شپه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې یو سراچه ډوله موټر د خپل ګړندي تګ له امله د اوبو یوه لوی کانال ته ولویده.
نوموړی زیاتوي، دغه کسان له یوه واده څخه د کور پر لور روان وه، چې په لار کې له دا ډول پیښې سره مخ شوي دي.
بارکزی وایي، پیښه کې د موټروان په ګډون ۳ تنه ماشومان او ۵ ښځې وژل شوې دي.

بارکزي د امریکا غږ آشنا راډیو ته ویلي:”د ارغنداب ولسوالۍ د سيدانو په کلي کې د شاه وليکوټ ولسوالۍ ته پر لار دغه تيز رفتاره موټر اوبو ته لويدلی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ټول نهه تنه پکښې وژل شوي.”

د یادونې وړ ده چې زیاتره ترافیکي پیښې د ګړندي تګ،ترافيکي اصولو ته د نه پاملرنې او د زړو موټرو د تخنيکي عوارضو له امله رامنځته کیږي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button