د افغانستان زعفران د اتم ځل لپاره د نړۍ معتبر زعفران وګڼل شول
اوسمهال د یو کیلو ګرام زعفرانو بیه د افغانستان په په کور دننه بازارونو کې ۹۰۰۰۰ نوي زره افغانۍ خو په نړیوالو بازارونو کې یې بیا بیه تر ۱۴۰۰ ډالرو پورې رسیږي

عزم(شنبه، ۳۰لیندۍ ،۱۳۹۸)د افغانستان د زعفرانو اتحادیې غړي وایي، د افغانستان زعفرانو د اتم ځل لپاره د نړۍ د معتبرترینو زعفرانو ریکارډ ټینګ کړ.
دوی وایي، چې د بلجیم په هیواد کې د ذایقې د انستیتیوت له خوا د نړۍ د زعفرانو د ارزونې او څیړنې وروسته افغان زعفرانو یوځل بیا دا مقام ترلاسه کړی دی.
د زعفرانو د اتحادیې غړی بشیر احمد رشیدي وایي، د دوی هڅه داده چې هرکال د زعفرانو کښت زیات او د کیفیت لوړوالی یې معیاري وګرځوي.
په داسې حال کې چې هرکال په نړۍ کې ۴۳۰ ټنه زعفران تولیدیږي، د کرنې او مالدارۍ وزارت شمیرې ښیي چې افغانستان د نړۍ ۶،۳سلنه زعفران تولیدوي چې په کلنۍ توګه ۸،۱۵ ټنه کیږي چې له ایران او هند وروسته د زعفرانو د صادرولو دریم لوی هیواد بلل کیږي.
د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، په لابراتوارنو کې د افغانستان د زعفرانو آزموینې وښوده چې معیار یې تر ټاکل شویو نړیوالو معیارونو خورا لوړ دی.
اوسمهال د یو کیلو ګرام زعفرانو بیه د افغانستان په په کور دننه بازارونو کې ۹۰۰۰۰ نوي زره افغانۍ خو په نړیوالو بازارونو کې یې بیا بیه تر ۱۴۰۰ ډالرو پورې رسیږي