د لوګر محمداغې ولسوالۍ ولسوال په لس کلن بند محکوم شو

عزم(چهارشنبه، ۴ مرغومی ۱۳۹۸): لویې څارنوالۍ خبر ورکړی چې د لوګر ولایت محمداغې ولسوالۍ ولسوال یې په لس کلن بند محکوم کړی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې هغه یې د ۱۸ ملیونه افغانیو رشوت اخیستلو په تور په اتل کاله زندان محکوم کړی دی.

هغه زیاته کړې چې له لویو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز هغه له لس کاله او شپږ میاشتو سره په همدومره اندازه پیسو هم جریمه کړی دی چې اخیستې یې وي.

وړاندې تر دې هم لویې څارنوالۍ خبر ورکړی وو چې لویو جرمونو او اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضاي مرکز تر ۱۰۰۰ زیاتې هغه قضیې چې دغه مرکز ته رسیدلي بر رسي کړي، په تړاو یې ۲۰۰ تنه په خپله سزا رسیدلي چې له جملې یې ۷۰ تنه لوړپوړي دولتي چارواکي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button