سرچينه: له امریکایانو سره د اوربند په اړه خبره اصلا نه ده شوې

عزم(یکشنبه، ۸مرغومی ،۱۳۹۸): طالبانو ته نژدې سرچینه وايي ،هغه اوازې رد کړې چې ګواکې طالبانو تر خپلمنځي مشورو وروسته د ۱۰ ورځني اوربند هوکړه کړې ده.
سرچینه زیاتوي، له امریکایی لوري سره یې اصلاً د اوربند په هکله خبر نه ده کړې، بلکې په وینا یې چې « د بریدونو د کمښت په موضوع بحثونه او مشورې روانې دي، چې د تړون د لاسلیک په ورځو کې به په لویو ښارونو کې د بریدونو کموالی راشي؛ خو لا تر اوسه له امریکایانو سره په همدې موضوع هم توافق او نهایي فیصله نه ده شوې»

د سرچينې په قول د دوی مشران په همدې تړاو لا هم خپلمنځي مشورې لري چې په خبره یې« نهایي خبره به وروسته اعلان شي»

د یادونې وړ ده چې د طالبانو او امریکایی لوري ترمنځ د خبرو له ځند وروسته طالبانو خپلمنځي مشورې پیل کړې او د امریکایی رسنیو په وینا چې د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی په همدې هکله له خپلو مشرانو سره تر سلامشورو وروسته بیرته دوحې ته ګرځیدلی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button