بنګله دېش کې یخنۍ ۵۰ کسان وژلي

عزم (یک‌شنبه، ۸ مرغومی، ١٣٩٨): بنګله دېش کې د سختې یخنۍ له امله لږترلږه ۵۰ کسان مړه شوي دي.

د رویټرز اژانس د خبر له مخې، سږ کال په بنګله دېش کې د تودوخې تر ټولو ټیټه درجه نن یکشنبه سهار په تتولیا کې ثبت شوه. نن په دې ښار کې د تودوخې درجه ۴،۵ سانټیګراډه (۴۰،۱ فارنهایټه) وه.

د حکومت د روغتیا ریاست یوې چارواکې ویلي چې د هېواد روغتونونه د یخنۍ له امله له ناروغو شویو کسانو ډک دي، چې زیاتره یې له انفلوینزا، د بدن د اوبو د کموالي او د سږو له ناروغیو ځوریږي.

حکومت ویلي چې د يخنۍ څپه ښايي څو ورځې نور هم دوام وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button