له چغلي (شيطانت) څخه د بچ کېدلو څو لارې

 

 

۱ – خپله ژبه تل د الله تعالی په ذکر کې مشغوله ساتل.

۲ – چغل ګر بايد په دې پوه شي، چې د دغه بد عمل له وجې الله تعالی ترې ناراضه کيږي او د هغه د عتاب او عذاب مستحق ګرځي.

۳ – دا سوچ دې وکړي چې زما په دغه عمل سره د مسلمانانو تر منځ نفرت راځي او زړونه يې جدا کيږي، چې په دې سره به زه د الله پر وړاندې پوښتل کيېږم!

۴ – هغو اسلامي احکامو ته دې نظر وکړي چې د چغل ګري بدي پکې ذکر شوې ده، لکه دغه حديث د رسول الله صلي الله عليه وسلم چې: (لا يدخلُ الجنة قتات).

۵ – په دې پوهېدل په کار دي چې د ژبې په ساتلو جنت ملاويږي.

۶ – د ملګرتيا لپاره بايد داسې دوستان انتخاب شي چې هغوی له تا سره د ښو کارونو په کولو کې مرسته وکړي او له بديو دې ايساروي.

۷ – له چغلي کولو مخکې دا سوچ په کار دی چې دغه کس به بيا د قيامت په ورځ له ما څخه نېکۍ اخلي او د دغه ګناهونه به په ما اچول کيږي.

۸ – له هرې خبرې کولو وړاندې بايد ځان سره دا سوچ وکړو چې زما دا خبره خو به د اسلام له احکامو سره مخالفت نه لري؟

۹ – له عبث او لا يعني خبرو بايد ځان وساتو او خپله ژبه په خپل کنټرول کې وساتو.

ترتيب: ګل محمد *سلام خېل*

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button