رشيد دوستم د جنګ لومړۍ کرښې ته رسېدلی

11855332_161566384175660_1681204836_n

کابل (عزم: سه شنبه ،۲۰ زمری ۹۴ ل)

د اشرف غني لومړی مرستيال او د ازبک ملېشو مشر رشيد دوستم فارياب ولايت د طالبانو په خلاف د جنګ لومړۍ کرښې ته رسېدلی.

پ هغو انځورونو کې چې ځېنو رسنيو ترلاسه کړي رشيد دوستم په پوځي جامو کې ښکاره کيږي چې په يوې قراره ګاه کې د څو نورو عسکرو سره د دوربين په ذریعه د طالبانو لوري څاري.

د روانې مياشتې په پېل کې هم رشيد دوستم فارياب ولايت ته د طالبانو په خلاف د جنګي مليشو د راپورته کولو له پاره  سفر کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې له يوې خوا د افغانستان د سولې شورا د خبرو اترو او جوړجاړي هڅې کوي او له بل لوري د طالبانو خلاف  دنوي جنګ له پاره اماده ګي نېول کيږي.

په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې ځينو خلکو د رشيد دوستم دغه اقدام غندلی او دا یې د افغانستان د سولې په لاره کې خنډونه جوړول بللي، خلکو ويلي چې رشيد دوستم د سولې د راوستو په لار کې خنډونه جوړوي.

عبداللطيف نظيف

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button