ویسا: سوله ملي ارمان دی؛ خو پر وړاندې یې باید خنډونه لرې شي

عزم(سه‌شنبه، ۱۰، مرغومی، ١٣٩٨ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د طالبانو هغو خبرو ته اشاره کړې، چې ویلي یې دي: تراوسه پر اوربند هوکړه نه ده شوې؛ خو د کابل حکومت په سوله کې اوربند مهم شرط ګڼي.

«طالبانو په لویدیزو رسنیو کې خپور شوی دغه خبر رد کړی دی چې ګواکي دوی له اوربند سره توافق کړی. د طالبانو ویاند وايي چې تر اوسه د دوی د مشرانو لخوا د اوربند په باب کومه پرېکړه نه ده شوې. بل لوري ته کابل حکومت وايي چې له طالبانو سره د سولې اساسي شرط اوربند دی.»

ورځپاڼه لیکي، د جګړې اصلي لامل بهرنیان دي او که بهرنیان له افغانستانه ووځي، دلته نیمايي ستونزې حلېږي. خو نه باید امریکا د افغانستان د سولې له خبرو داسې ګټه پورته کړي، چې خبرې غځېږي او د دوی  پاتې کېدو لپاره نور وخت ته هم اړتیا پېښه شي.

«که هغوی ونه غواړي او یا د سولې له پروسې نه کوم مقطعي هدف ولري بس دغه پروسه به د یوې پروژې په بڼه نیم ژواندې روانه وي لکه په تېرو ۱۹ کلونو کې چې په بېلابېلو نومونو یو لړ هڅې روانې وې. د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د طالبانو او امریکا ترمنځ د قطر خبرې چې د تېر یوه کال راهیسې دوام لری ډېر ځله همدغسې ښکاري چې موخه یې هغه څه نه ده چې امریکایي چارواکي یې وخت پر وخت ادعا کوي. معنا دا چې زموږ په مظلوم هېواد کې نه د جګړې پایته رسول هدف دي او نه امریکا دې ته چمتو ده چې خپل پوځونه بشپړ زموږ له هېواده وباسي. په دغسې صورت کې نه د اوربند ډاډمنه پرېکړه ممکنه ده او نه د بین الافغاني تفاهم.»

د ویسا په باور، سوله یو ملي بهیر دی او د دغه ملي بهیر پر وړاندې باید نه کورني او نه هم بهرني خنډونه پاتې شي او که چېرته داسې کېږي، باید دغه ډول خنډونه له منځه یوړل شي.

«له دغه حالت نه د راوتلو یوازینۍ لاره د کریم خلیلي هغه خبره ده چې څو ورځې وړاندې یې یوې غونډې ته وکړه چې سوله ملي پروسه ده، سوله د ملت غوښتنه او ارمان دی، نه باید بهرنیان او نه کورنی کوم لوری هغه انحصاراو برمته کړي. که د سولې لپاره ملي محور جوړ شي، داسې محور چې په ملي او سیاسي کچه د ولس د ارمانونو ترجماني او تمثیل وکړای شي، بیا زموږ ملي پروسه او برخلیک د خپلو او پردیو له انحصاره وزي، آیا په ولس کې دغه اراده او شیمه شته؟ د همدغه پوښتنې ځواب زموږ د ولس راتلونکې ټاکي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button