په روان کال کې د صادراتو په کچه کې ۸سلنه کموالی راغلی دی

عزم(پنجشنبه، ۱۲، مرغومی، ١٣٩٨ل): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په روان کال کې د افغانستان په صادراتو کې ۸سلنه کموالی راغلی دی.

د یاد وزارت ویاند سمیر رسا وايي، هر کال د مالي کال په وروستیو درېیو میاشتو کې ډېر سوداګریز توکي له افغانستان صادرېږي، چې د ۱‍۳۹۷ مالي کال د نهو میاشتو په پرتله د ۱۳۹۸ مالي کال په نهو میاشتو کې د هېواد د صادراتو ارزښت، اته سلنه کم شوی دی.

دی وايي، په تېرو نهو میاشتو کې د سبزیو او پوست صادرات کم شوي دي؛ خو د تېر مالي کال تر پایه د هېواد د صادراتو ارزښت په بې مخینې توګه کابو یو مېلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.

خو د معلوماتو د احصايې اداره وايي، د روان مالي کال د نهو میاشتو په بهیر کې یوازې ۵۳۵میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر شوي دي.

د دې ادارې مرستیال حسیب الله موحد وايي، زموږ صادرات د ۱۳۹۸مالي کال په درې ربعو کې، کابو اته سلنه کموالی ښيي. د هغه دلیل دا دی چې د ځینو صادراتي توکو صادرات لکه سبزیو او پوستو کموالی موندلی دی.

دی وايي، د ۱۳۹۸مالي کال د هېواد د سوداګرۍ بېلانس هم ۴اعشاریه ۵ میلیارده ډالر کمه شوې ده.

د اشرف غني په مشرۍ حکومت تل د هوايي دهلېزونو خبره کوي، چې د افغانستان وچې او تازه مېوې، طبي بوټي، غالۍ او نور کرنیز توکي یې د نړۍ ګڼو هېوادونو ته لېږلي دي؛ خو د سوداګرۍ وزارت وايي، د دې پر ځای چې د هېواد صادرات ډېر شي، یوازې په ۹ میاشتو کې یې ۸سلنه کم شوي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button