د تایوان د پوځ لوی درستیز له ۷ پوځیانو سره په یوه هوایي پیښه کې و وژل شو

عزم(جمعه، ۱۳ مرغومی ۱۳۹۸):تیره ورځ پنجشنبه د تایوان د پوځ لوی درستیز جنرال شن یی مینګ په یوه هوایي پیښه کې هغه مهال و وژل شو چې تیاره یې د دغه هیواد پلازمینې ته څیرمه د خرابې هوا له امله بیړنۍ ناستې ته مجبوره شوله.

په دې پېښه کې اووه نور پوځیان هم وژل او ژغورونکې ډله د پېنځه نورو کسانو په ژغورلو بریالۍ شوې ده.

د دغه هیواد رسنۍ وایي چې نوموړی د چین د نوي کال په جریان کې د تایوان له سرتېرو سره د لیدو لپاره د دې هېواد شمال ختیځ ته روان و.

دا پېښه داسې مهال رامنځته شوې چې چین د تایوان په حه خاوره باندې د خپل ملکیت ادعا کوي او وایي چې د اړتیا پر مهال به له زوره هم کار واخلي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button