ورځنی حديث: له نبي عليه السلام سره محبت

 

عَن أَنَسٍ رَضِی اللهُ عَنهُ قال: قال النَّبيٌّ صلّي اللهُ عليه وسلَّم: «لَا يؤمِنُ أَحَدَكُم حَتّى أَكُونَ أَحَبّ إِلَيهِ مِن وَلَدِهِ وَوَالِدِهِ وَالنّاسِ أَجمَعِينَ» رواه البخاري

ژباړه:

له حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: له تاسو څخه هيڅوک تر هغه پورې (کامل) مؤمن کېدلی نه شي، تر څو چې زه ورته له خپل پلار، زوی او ټولو خلکو څخه محبوب نه يم.

مطلب دا چې هيڅ يو مسلمان تر هغه پورې کامل مؤمن نه دی تر څو چې د خپلو والدينو او اهل و عيال په نسبت له حضرت محمد مصطفی صلي الله عليه وسلم سره ډېره مينه ونه لري، يعنې له ټولو خلکو څخه بايد ورته ډېر ګران وي.

له رسول الله صلي الله عليه وسلم سره د مينې څرګندول دا دي چې د هغه پر طريقو عمل وشي او درود پرې وويل شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button