اشرف غني د پمپیو له خبرو وروسته په خپل ټویټر د عراق د برید په اړه ټویټ کړی

عزم(جمعه، ۱۳ مرغومی ۱۳۹۸): اشرف غني په خپله ټویټر پاڼه په عراق کې د سپاه پاسداران ډلې د مرستیال مشر قاسم سلیماني د وژل کیدلو په اړه ټویټ کړی دی.

هغه د دغې پیښې په اړه هیڅ وضاحت نده ورکړی نه یې دا برید غندلی، نه یې ستایلی، خو یواځې دا یې لیکلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د سیمې حالات څاري، له سیمې او د نړۍ له ټولو هیوادونو سره ښې اړیکې غواړي.
اشرف غني دغه ټویټ وروسته له هغه کړی چې تر دې یې یواځې څو شیبې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

د یادونې وړ دی چې غني تر دې وړاندې خپل هیڅ دریځ نه وو ښکاره کړی، خو اجرائیه رئیس عبدالله او پخواني رئیس جمهور حامد کرزي بیا دا برید غندلی وو.

عبدالله بیا قاسم سلیماني د روسانو په وړاندې د افغانانو ترڅنګ او نږدې ملګری بللی وو، خو امریکا کې میشت سیاسي څیړونکی او کارپوه وحید فقیري بیا د هغه په اړه لیکلي چې پر افغانستان د امریکا د برید پر مهال هغه امریکا ته د مرستې ټټر ډبولی وو او برید ته ډیر ناقراره وو، له امریکا یې غوښتنه کوله چې څومره زر وي باید ترسره شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button