عراق کې ناټو بشپړ روزنیز ماموریت ځنډولی دی

عزم(شنبه،۱۴ مرغومی ،۱۳۹۸):په عراق کې د شمالي اتلانتیک تړون “ناټو”ویاند په یوه پیغام کې ویلي چې په عراق کې یې د دغه هیواد د سرتیرو لپاره خپل روزنیز ماموریت ځنډولی دی.
“دیلان وایت،”د اناتولیا خبري آژانس ته ویلي، دا پریکړه یې د ایراني پوځي مشر قاسم سلیماني تر وژل کیدو وروسته کړې ده.
په همهاله توګه د ډنمارک د دفاع وزارت هم اعلان کړی دی چې په عراق کې یې خپل نظامي او روزنیز فعالیتونه په بشپړه توګه درولي دي.

بلخوا تر امریکا وروسته بریتانیا هم خپلو اتباعو ته امر کړی چې عراق ته له سفر کولو ډډه وکړي او نه دې دغه هیواد کې چارې مخته وړي؛ تر دې اعلان وروسته په لسګونو امریکایي او بریتانوي کارمندانو چې د دغه هیواد د تیلو په ذخایرو کې یې چارې مخته وړې، له سیمې وتلي دي.

په همدې حال کې د عراق د مسلحوځواکونو یوه ویاند اسپونتیک ته ویلي دي چې هیواد یې پر امریکایي ځواکونو محدودیت لګولی چې د دوی له موافقې پرته نور پوځي عملیات نه شي کولای.

بل پلو نن د عراق پارلمان په خپل هیواد کې د امریکایي اډو د شتون په تړاو پریکړه کوي او ددې ته به رایه ورکړي چې آیا امریکا یي په هیواد کې پاتې شي که نه.
آخوا بیا د قطر د بهرنیو چارو وزیر ایران ته په سفر تللی تر څو د روان وضعیت په تړاو له ایراني مشرانو سره خبرې اترې وکړي.
په ورته وخت کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د افغانستان له اجرایه مشر ډاکټر عبدالله سره د روان وضعیت او دوه اړخیزو اړیکو په تړاو ټلیفوني خبرې کړې دي.

تر دې پیښې وروسته سیمه کې وضعیت ترینګلی ښکاري او ښایي نوي بدلونونه سیمه کې رامنځته شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button