روغتیا وزارت:۶میاشتوکې د ترافیکي پیښو پرمهال تر۲۰ زره ډیرو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

عزم(یکشنبه،۱۵مرغومی ،۱۳۹۸):، د روغتیا وزارت وایي د تیر۲۰۱۹م کال د لومړیو شپږو میاشتو په ترڅ کې ۴۰۰۰ ترافیکي پیښې رامنځته شوې چې له امله یې په زرګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند نظام‌الدین جلیل یوې خبري ناستې ته ویلي، دترافیکي پیښو له امله د تیرمیلادي کال لومړۍ نیمایي کې شاوخوا ۳۲۶ تنه وژل شوي او تر شل۲۰ زرو زیات ژوبلیدلي دي.

له دې شمیرو ښکاري چې په منځنۍ کچه هره ورځ ۲۲ ترافیکي پیښې په هیواد کې رامنځته شوې دي.
د روغتیا وزارت وایي، دا ډول پیښو ته د پر وخت رسیدنې لپاره یې پر لویو لارو د سیارو امبولانسونو سیستم فعال کړی، تر څو وکولای شي دپیښو قربانیانو ته هرمهال رسیدنه وکړي.

په ورته وخت کې د کابل د ترافیکو د روزنې مدیر عبدالغني راسخ، رسنیو ته ویلي چې سږ ۱۳۹۸ لمریزکال کې یې یواځې پلازمینه کابل کې ۶۰۰ ترافیکي پیښې ثبت کړې دي.
د روغتیا وزارت داسې مهال دا شمیرې خپروي چې ویل کیږي زیاتره موټروانان د سفر پرمهال له نشیي درملو کار آخلي؛ دغه راز د لارو خرابوالی،پر لویو لارو د ترافیکي نښانو نشتون او د موټر چلوونکو بې احتېاطي نور هغه لاملونه دي چې د ترافیکي پیښو ګراف یې لوړ کړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button