هند: په سلګونو زرو کسانو د تابعیت د نوي قانون پر ضد لاریون وکړ

عزم(پنج شنبه،۱۹مرغومی ،۱۳۹۸):په هند کې د تابعیت د نوي قانون له تصویبیدو څو اونۍ وروسته لا هم د دغه هیواد په مختلفو سیمو کې د یاد قانون پرضد اعتراضونه دوام لري.

تسنیم خبري اژانس ویلي، نن ورځ د یوه پراخ لاریون په ترڅ کې چې د ګډونوالو شمیر یې تر ۳۰۰ زرو پورته وه، قهرجنو کسانو له حکومت نه وغوښتل تر څو هغه قانون لغوه اعلان کړي چې ښایي ژر عملي بڼه غوره کړي.

د نوي قانون له مخې، د هند حکومت به تر دې وروسته له مسلمانانو پرته د ټولو مذاهبو اړوندانو ته تابعیت ورکوي او په هند کې میشت مسلمانان هم باید په دغه هیواد کې خپل پخوانۍ مخینه ثابته کړي.

نني اعتراضات چې غیرمسلمانانو هم په کې ګډون درلوده د جماعت اهل حدیث، ختیځ جماعت اسلامي، جمعیت علما مشرق او نورو بیلابیلو ګوندونو له خوا رابلل شوي وو.

بل پلو د جواهر لعل نهرو په ګډون د یو شمیر پوهنتونونو محصلین لا هم خپل اعتراضاتو ته دوام ورکوي او لامل یې د هندي ځواکونو له خوا د مسلمانو معترضینو ځپل یادوي؛ دوی وایي هندي پوځیان دې د نوي قانون ضده لاریونوال نه ځپي او هرڅومره ژر باید د نریندرامودي اداره دا قانون لغوه اعلان کړي.

هند کې د دغه قانون د تصویبیدو پرضد د مسلمانو مظاهره چیانو سره د دغه هیواد ټول حکومتي سیاسي مشران ملګري دي، هغوی هم دا قانون له تبعیض او رخې ډک یادوي او د لغوه کولو غوښتنه یې کوي.
دا مهال د هند په پلازمینه ډیلي، اتراپردیش او ځینو نورو ښارونو کې د هندي حکومت پرضد پراخ اعتراضونه دوام لري خو هندي حکومت یې لا غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

هند د ۹۰۰ میلیونه نفوس میلیوني نفوس په اډانه مې تر ۲۰۰ میلیونه زیات مسلمانان هم لري، چې ښایي د نوي قانون اجرایي بڼه غوره کول به دغه هیواد کې پراخ تاوتریخوالي ته لمن ووهي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button