کندهار: پر امريکايي ځواکونو چاودنه شوې

 

عزم (شنبه، ۲۱ مرغومی، ۱۳۹۸): له کندهار ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي چې نن سهار د دې ولايت د ډنډ ولسوالۍ اړوند د کروشيلې سيمه کې په امريکايي ځواکونو چاودنه شوې، ټانګ په بشپړه توګه تخريب شوی او پکې سپاره عسکر هم وژل شوي دي.

د بريد مسؤليت طالبانو منلی، ذبيح الله مجاهد پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي: د کندهار ولايت ډنډ ولسوالۍ د کروشېلې په سيمه کې هوايي ډګر ته څېرمه نن سهار مهال د امريکايانو په يو زغروال ټانګ د ماين زوروره چاودنه شوې، ټانګ په بشپړه توګه ويجاړ شوی او پکې سپاره امريکايي عسکر ټول وژل شوي.

د کابل ادارې او امريکايي ځواکونو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې وړ ده چې تېره ورځ د پکتيکا ولايت د زېړوک ولسوالۍ اړوند کيښام سيمه کې هم د امريکايي ځواکونو يوه هيليکوپټر رانسکوره شوې وه.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له قوله دغه هليکوپټر هم په بشپړه توګه له منځه تللې او پکې سپاره عسکر ټول وژل شوي، خو د وژل شويو عسکرو کره شمېره لا نه ده معلومه.

له پېښې وروسته امريکايي ځواکونو ياده سيمه محاصره کړې وه، بمبار يې کړی ؤ او د (خيال جان) په نوم يو کليوال پکې شهيد شوی ؤ.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button