ناټو: د کندهار په نننۍ چاودنه کې مو دوه سرتیري وژل شوي

عزم (شنبه،۲۱ مرغومی، ۱۳۹۸): کابل کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت ومنله چې د کندهار ولایت په ډنډ ولسوالۍ کې یې دوه ۲ تنه پوځیان وژل شوي دي.

د ناټو خبرپاڼه وایي، دغه پیښه د سړک غاړې د یوه ماین د چاودنې له امله هغه مهال رامنځته شوې کله چې یاد سرتیري په سیمه کې پر ګزمه بوخت وو

.
ناټو دغه راز د خپلو دو۲ نورو عسکرو د ټپي کیدو پخلی هم کړی، خو دا چې وژل شوي او ټپي عسکر د کوم هیواد اتباع وو، څه نه دي ویل شوي.

سیمیزې سرچینې وایي، پیښه نن سهار د یادې ولسوالۍ اړوند د “کروشېلې” په نامه سيمه کې هوايي ډګر ته څېرمه رامنځته شوې ده.
طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی او ادعا یې کړې چې د ځمکني ماین په یوه زوروره چاودنه کې یې ټانګ په بشپړه توګه ويجاړ کړی او پکې سپاره امريکايي عسکر یې ټول وژلي دي.
د یادونې وړ ده جې امریکایي چارواکي ډیرکله د خپلو ځواکونو تلفات نه مني او یا یې هم کمه شمیره ښیي، چې د دوی د رسمي شمیرو له مخې بهرنیو ځواکونو ته دا د ۲۰۲۰ کال لومړۍ مرګونې پیښه بلل کیږي، په داسې حال کې چې طالبانو د همدې کال له لومړۍ ورځې راپه دې خوا پر بهرنیوځواکونو ګڼ مرګوني بریدونه ترسره کړي او زیات شمیر بهرنیو پوځیانو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button