جان سويکو: دامریکا لخوا د جنګسالارانو تقویې وضعیت خراب کړی

عزم(پنجشنبه،۲۶مرغومی ،۱۳۹۸):د افغانستان لپاره د امریکا د بیا رغونې د څار بنسټ”سیګار” ویلي، امریکا په افغانستان کې په پراخه پیمانه جنګسالاران تقویه کړي او همدا ملاتړ د امریکا په زیان تمام شوی دی.

دامريکا د سنا مجلس ته د یادې ادارې مشر “جان سوپکو” ويلي چې امريکا وروسته له دې څخه نبايد افغانستان ته نغدې پېسې ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، امریکا په افغانستان کې هغه یاغي ډلې ټپلې د ځان ملګرې کړې، چې طالبانو مات کړي وو، خو د امریکا دغه ملاتړ یادې ډلې پراخو جنایاتو ته وهڅول او لا هم په کې ښکیل دي.

د سپکو په وینا، د امریکا ملګرو جنګسالارانو د امریکایي مرستو په نغدو پېسو او نورو وسایلو کې پراخې غلاوې کړې چې په همدې غلاوو، اداري فساد، خيالي ښوونځيو، خيالي نظامي کنډکونو اوکمېشنونو د افغانستان دپرمختګ مخه نيول شوې او طالب وسله والو ته ېې د قوت ورکولو ښه زمينه برابره کړې ده.

د سیګار مشر ویلي، د امریکا د همدې مرستو تاوان خپله امریکا ته رسیږي او له امله یې اوس کابل د مرکزي او ټول شموله حکومت له نه شتون څخه هم کړیږي.
نوموړي دغه راز وویل چې د جنګسالارانو د جنایاتو له امله خلک یوځل بیا د طالبانو ملګري شول او د شر او فساد له لښکرو د خلاصون په موخه په ډلو ډلو افغانان د طالبانو لیکو ته ورغلل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button