د سولې د توافقنامې د لاسلیک لپاره واشنګټن او دوحه دوه انتخابونه دي

واحد فقیري

۱ – که چیري د امریکا او طالبانو تر مینځ موافقه لاسلیک سي، سمدستي به د هغوی تر مینځ اوربند هم وسي. او په ګرده افغانستان کي به د تشدد کچه راکمه سي. بلخوا، که چیري موافقه امضا سي، لومړی بین الافغاني مجلس به په جرمني کي جوړ سي. پدې مجلس کي به د کابل د رژیم په شمول نور افغانان هم برخه ولري.

تر اوسه پوري د امریکا خارجه او د دفاع وزارتونو پدې برخه کي له تبصرې کولو څخه ډډه کړې ده.

۲ – امریکایان او طالبان د سولي د موافقې د مراسمو په اړه خبري سره کوي. د سولي د موافقې د امضا کولو لپاره دوه ځایونه ذکر سويدي — دوحه او واشنګټن. څرنګه چي د سولي مذاکرات په دوحه کي سويدي، قطر دا لازمه ګڼي چي دا مراسم هلته وسي. مګر واشنګټن هم یاد سویدی. ځکه ټرمپ غواړي چي دا مراسم د ده تر نظارت لاندي وسي، او امریکایانو او جهانیانو ته دا وښيي چي یوه ستره کامیابي يې تر لاسه کړه. ټرمپ د انتخاباتو په مووډ کي دی.‌

پدې مراسمو کي، د امریکا او طالبانو په شمول د قطر، پاکستان، روسیه، چین، او ښايي ځیني نور هیوادونه هم برخه واخلي. او بالاخره، د فراډ غني رژيم به د پخوا په شان د دروازې شا ته ولاړ وي.

۳ – د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي، په واشنګټن کي امریکايي چارواکو ته ویلي دي که چیري امریکا پدې وتوانېږي چي خپل عسکر له افغانستانه وباسي، امریکا باید د افغانستان په آبادولو کي ښکېله پاته سي. هغه زیاته کړه په افغانستان سوله یو ګډ مسولیت دی، امریکا باید د ۱۹۸۹ اشتباه بیا تکراره نه کړي.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button