دوبۍ: د افغان سولې په تړاو د امریکا، یوناما،آلمان او اروپایي ټولنې استازو ګډه غونډه کړې

عزم(جمعه،۲۷ مرغومی ،۱۳۹۸):راپورونه وایی چې نن د متحده عرب اماراتو په ابوظبۍ ښار کې د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد په ګډون د یوناما مشر “تدامیچي یاماموتو” د اروپایي ټولنې استازي “رولانډکوبیا” او د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتزیل ځانګړې غونډه کړې ده.
د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي مارکس پوتیزل،پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، په دغه ناسته کې د افغان سولې په تړاو مهم بحثونه وشول او د جګړو د کموالي پر موضوع ټینګار وشو
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي رولانډ کوبیا هم د یادې ناستې په هکله ټویټ کړی او ویلي یې دي چې په دغه ناسته کې د جګړو د کمښت تر څنګ پر دې بحث کړی چې بین الافغاني خبرې به څنګه او کله پیلیږي او داچې که د امریکا او طالبانو ترمنځ توافقنامه لاسلیک کیدله، تضمینونه به یې څوک کوي او ورته نورو مواردو باندې سلا مشورې شوې دي.

نوموړي ویلي«د شوو خبرو فهرست: اوربند/ د تاوتریخوالي کموالی، ترتیبات، بین الافغاني خبري، مذاکراتو کېد ټولو جریاناتو شاملول، د راتلونکي تضمینونه، عملي لائحې، سیمیز اهمیت او نور عام نظرونه مطرح شول او لا هم خبرې روانې دي»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button