بلخ کې نږدې پنځوس عسکر طالبانو سره یوځای شوي

عزم(شنبه، ۲۸ مرغومی ،۱۳۹۸): راپورونه وايي چې د بلخ ولایت په ۸ ولسوالیو کې په لسګونو تنه دولتي سرتیري له دولتي لیکو را جلا او طالبانو ته ورغلي دي.

طالبانو خبر ورکړی چې یوځای شوي عسکر د دغه ولایت د چمتال، زارع، چهاربولک، خاص بلخ، دولت آباد، شولګره، کلداره، او دهدادي ولسوالیو اړوند دي چې په وینا یې د دوی د دعوت او ارشاد کمیسیون په هڅو یې له دولتي امنیتي لیکو لاره بیله کړې ده.

طالبانو د یوځای شویو کسانو شمیر ۴۹ تنه ښوودلی او د هغوی د انځورونو يه خپرولو سره یې ویلي  دي چې « دا کسان د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر او مجاهدینو ته راغلل.»

د طالبانو خبرپاڼه وایي چې دجلب و جذب مسئولینو د یوځای شویو امنیتي کسانو هرکلی وکړ او خپل عادي ژوند ته یې سوق کړل.

تر اوسه د بلخ ولایت سیمیزو چارواکو په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

د طالبانو لخوا د تیر ۲۰۱۹ کال شمیرې ښیي چې د دغه کال پر مهال ورسره (۹۷۳۷) تنه عسکر او پولیس یوځای شوي او له جګړې څخه يې لاس اخیستی چې له ځانه سره يې (۵۱۸) میله مختلف النوعه اسلحې او (۹۶) عرادې نقلیه وسائط هم تر دوی ور رسولي دي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button