د قطر او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سوله خبرې کړي دي

عزم(یکشنبه، ۲۹ مرغومی ۱۳۹۸): د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحان آل ثاني پر افغان سوله خبرې کړي دي.

قریشي وروسته له هغه قطر ته تللی او د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره یې پر افغان سوله خبرې کړي چې د امریکا له درې ورځني سفر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له ملاقات څخه راستون شو.

د راپورونو په اساس چې قریشي د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره په خبرو کې ویلي چې په مذاکراتو کې د امریکا او طالبانو پرمختګ به د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کیږدي او دغه جګړه نوره ختمیدونکې ده.

داسې ویل کیږي چې قریشي به نن په اسلام اباد کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الیس ویلز سره وګوري.

ویلز نن په یو درې ورځني سفر پاکستان ته ځي او هلته به له پاکستاني چاذواکو سره پر افغان سوله، دغه سوله کې پر وروستیو پرمختګونو، افغان سوله کې د پاکستان رول او د امریکا او پاکستان پر اړیکو خبرې وکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button