ورځنی حديث: د قيامت په ورځ تر ټولو لومړۍ پوښتنه

 

ګل محمد «سلامخيل»

عَن عَبْدِللهِ بْنِ قُرطٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلی اللهُ عَلَيهِ وَسَلَم: أوَّلُ ما يحاسبُ بِهِ العبدُ يومَ القيامةِ الصَّلاةُ ، فإن صلُحَت صلُحَ سائرُ عملِهِ ، وإن فسَدت فسدَ سائرُ عملِهِ.  رواه الطبراني

ژباړه: له حضرت عبدالله بن قرط رضي الله عنه څخه روايت دی؛ هغه ويلي چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: د قيامت په ورځ به له بنده سره تر هر څه مخکې د لمانځه حساب کتاب کيږي، که لمونځ يې بشپړ ؤ نو ټول عملونه به يې پوره وي او که لمونځ يې فاسد ؤ نو ټول اعمال به يې فاسد وي.

همداراز بل حديث له عباده بن صامت رضی الله عنه څخه روايت دی:

عن عبادة بن الصامت -رضي الله عنه- قال: سمعت رسول الله عليه وسلم يقول: (خَمْسُ صَلَوَاتٍ افْتَرَضَهُنَّ اللَّهُ تَعَالَى، مَنْ أَحْسَنَ وُضُوءَهُنَّ، وَصَلَّاهُنَّ لِوَقْتِهِنَّ، وَأَتَمَّ رُكُوعَهُنَّ وَخُشُوعَهُنَّ، كَانَ لَهُ عَلَى اللَّهِ عَهْدٌ أَنْ يَغْفِرَ لَهُ، وَمَنْ لَمْ يَفْعَلْ، فَلَيْسَ لَهُ عَلَى اللَّهِ عَهْدٌ، إِنْ شَاءَ غَفَرَ لَهُ، وَإِنْ شَاءَ عَذَّبَهُ)، وصححه الألباني -رحمه الله- في “صحيح سنن أبي داود“.

ژباړه: له عباده بن صامت رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمايلي دي: الله تعالی پنځه وخته لمنځونه فرض کړي دي، څوک چې په ښه توګه اودس وکړي او په خپلو ټاکليو وختونو کې لمونځ اداء کړي، په پوره اهتمام سره رکوع وکړي او په خشوع سره يې اداء کړي، له ده سره د الله تعالی ژمنه ده چې بښنه به ورته کوي او چا چې دا کار ونکړ؛ نو له ده سره بيا د الله تعالی ژمنه نشته، که خوښه يې شوه بښنه به ورته وکړي او که خوښه يې شوه عذاب به ورکړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button