دفاع وزارت کې تازه بدلونونه راغلي دي

عزم(سه شنبه، ۱ سلواغه ۱۳۹۸): د دفاع وزارت سرپرست وزیر اسدالله خالد د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په دغه وزارت کې ځینې بدلونونه راوستي دي.
یاد وزارت په دې اړه یوه اعلامیه هم خپره کړې ده.

اعلامیه کې راغلي چې د لوی درستیز د اوپراسیون پخوانی رئیس برید جنرال هیبت الله علیزی د ډګر جنرال په بست کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د قومندان په توګه ګومارل شوی دی.

همدا راز ډګر جنرال حشمت الله نوابي شهید سردار داودخان د روغتون د قومندان په توګه ګومارل شوی او د ملي امنیت د ځانګړیو قطعو پخواني قومندان جنرال مصطفی وردګ ته له برید جنرالي د تورن جنرالي ترفیع ورکړل شوې او د دفاع وزارت د اوپراسیون د رئیس په توګه په دنده ګومارل شوی دی.

د دې سربیره همدا راز جنرال عبدالقیوم د دفاع وزارت د کشف او استخباراتو ریاست د رئیس په توګه په دنده ګومارل شوی دی.

د یادونې وړ دی چې دولت ساز ټیم سره د عطامحمد نور یوخای کیدلو څخه وروسته د دولت په مهمو چوکیو کې بدلونونه رامنځته شوي چې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات هم د دغې معاملې قرباني شو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button