باغي فکر ( نه منل) – دا مه لولئ!

دلته چې د کوم کار نه څوک منعه کوې، هم هغه به اول کوي، لکه تاسو ته چې وویل شول چې دا مه لولئ او لګیا یې لولې یې او تر اوسه مو وخت ضایع کړو او بیا هم نه منئ چې دې کې څه نشته؛ خو نه قلاریږئ او لولئ یې.
د چا په خبره باور نشته، چې درته ووايي دیوال تازه رنګ شوی لاس مه ور وړئ! خو بیا هم ګوته پرې کش کوئ.
چې غټ غټ لیکل شوي وي: مخکې مه ځئ! لاره بنده ده؛ خو بیا هم سر ورښکاره کوئ او چې درته ووايي، چې نور یې مه لولئ؛ خو تر دې ځایه راورسېدئ.
باغي فکر، د نه منم سیاست او خپل کول د بل نه منل عادت ګرځیدلی او د همدې عادت له لاسه مو دومره وخت ضایع کړو او ما درته وویل، چې دا مه لولئ څه پکې نشته؛ خو چا ته یې وایې؟!
لیکنه: مطیع الله «عابد»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button