ترکيه کې دوه بېلابېلو چاودنو ۸ تنه عسکر وژلي

Turkish policemen secure the area after a shooting incident near the entrance to Dolmabahce palace in Istanbul, Turkey August 19, 2015. Turkish police detained two suspects with automatic weapons after a shooting on Wednesday near the entrance to Istanbul's Dolmabahce palace, popular with tourists and home to the prime minister's Istanbul offices, the Dogan news agency said. REUTERS/Osman Orsal
له پيښې وروسته سيمه د امنيتې ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده

قاهره(عزم:پنجشنبه،۲۹ زمری ۹۴ ل)  د ترکيې په ترټولو لوی ښار استنبول کې وسله والو کسانو په يوې ودانۍ بريد کړی او د سرک د غاړې په يوه بله چاودنې کې د ترکيې اته تنه عسکر وژل شوي دي.

د استنبول له ولايت څخه په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي چې د دولمه باهتچه ودانۍ له بريد وروسته د یوې مشکوکې وسله والې ډلې دوه پلويان نيول شوي دي او دوه لاسي بمونه او يو ميل کلاشينکوف ورڅخه نيول شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د استنبول په ښار کې د ترکيې د لومړي وزير دفتر هم موجود دی په دغه بريد کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او نه هم ددې بريد مسؤليت چا په غاړه اخيستی.

په عين حال کې د کردستان کارګر ګوند(پي کی کی) جنګياليو په جنوب لويديځ ايالت سيرت کې د سرک دغاړې ديوې چاودنې له امله چې اته تنه عسکر په کې وژل شوي مسؤليت منلی دی.

عبداللطيف نظيف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button