ورځنی حديث: تر ټولو غوره ښځه

 

عن أبي هريرة قال: قيل لرسول الله صلى الله عليه وسلم: أي النساء خير؟ قال: التي تسره إذا نظر وتطيعه إذا أمر ولا تخالفه في نفسها ومالها بما يكره. رواه النسائي

ژباړه: له ابو هريره رضی الله عنه څخه روایت دی؛ هغه ويلي: له رسول الله صلي الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول: په ښځو کې کومه يوه غوره غوره ده؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: هغه ښځه (غوره ده) چې کله خاوند ورته وګوري نو خوشاله يې کړي او کله چې امر ورته وکړي، خبره يې ومني او د خپل نفس او مال په اړه ترې داسې مخالفت ونه کړي چې هغه پرې خفه کيږي.

همداراز په يو بل روايت کې راغلي چې کومه ښځه وفات شوه او مېړه يې ترې راضي ؤ، (په دې شرط چې نور اعمال يې هم ښه وي) نو دا ښځه به هرو مرو جنت ته داخليږي.

که څه هم اوس خو غربيان او د هغوی روزل شوي نوکران تل دا نارې وهي چې ښځې ته دې اجازه ورکړی شي چې په دفترونو، بازارونو او جګړه ايزو برخو کې هم کار وکړي، خو له دې څخه د دوی مقصد يو ناروا اختلاط رامنځ ته کول دي او بس.

د اسلام مبارک دين د احکاماتو له مخې پر هره ښځه د مېړه د اوامرو منل، پر اولاد او مال يې پام کول او د هغه خوشاله ساتل لازم دي، البته له دې ورهاخوا پر ښځه هيڅکله نه لازمه چې هغه د کور نفقه برابره کړي. ښځه يوازې د کورنيو کارونو لپاره ده، بهرني تکاليف، خواري مزدوري کول، جهاد کول او نور دارنه او سخت کارونه د نارينه ؤ مکلفيت دی.

ګل محمد «سلامخيل»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button