افغانستان فقیر نه دی، کپیټلیزم له خلکو لېوان جوړ کړي

نصرت الله حقپال
آکسفام ( هغه جهاني سازمان چې په نړۍ کې د فقر کمولو او د بېوزلو او شتمنو ترمنځ د نابرابرۍ په کمولو کې کار کوي) د روان ۲۰۲۰ز کال د جنورۍ په ۲۰مه د داووس په نړیواله اقتصادي ناسته کې خبرداری ورکړ چې په نړۍ کې د بېوزلو او شتمنو ترمنځ واټن ورځ تر بلې ډيریږي او دغه ستونزه دې کچې ته رسیدلې چې د نړۍ ۲۱۵۳ شتمن د ټولې نړۍ د ۴.۶ ملیارده کسانو پانګه لري چې د نړۍ ۶۰ سلنه نفوس جوړوي.
په غونډه کې د دغه سازمان استازي (امیتاب بهار) و ویل چې د غريبو او شتمنو ترمنځ واټن په نړۍ کې ژورې ریښې غځولې دي او دا ناممکنه ده چې دغه فاصله دې راکمه شي، مګر دا چې په دې اړه ټینګه اراده وشي او د نابرابري د له منځه وړلو په اړه عملي اقدامات او پالسۍ وضع شي، خو په همدې وخت کې، د نړۍ ډیر کم دولتونه دي چې دې مسئلې ته ژمن دي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کیږي چې افغانان د مرګوني فقر او بېوزلي له کبله سخت کړیږي او ورځ تر بلې د دغه ناورین کچه پورته روانه ده. د افغانستان د اقتصاد وزارت وایي چې د افغانستان نیمایي وګړي (۱۴ ملیونه کسان) درې وخته کافي خوړو ته لاس رسی نه لري. په ورته وخت کې، په افغانستان کې د امریکا د بیا رغونې ځانګړي مفتش دفتر یا (SIGAR) د روان کال د جنوری په ۱۴مه و ویل چې ۵۵سلنه افغانان د ورځې یو ډالر عاید نه لري او افغانستان اوس هم د نړۍ تر ټولو فقیر هیواد دی.
خو حقيقت دا دی چې نه نړۍ غریبه ده او نه هم افغانستان، بلکې همدا حاکم نظام او اقتصادي-سیاسي سیستم (Capitalism) دی؛ چې نړۍ او افغانان یې د فقر او بېوزلي له دایمي بحران سره مخ کړي دي. الله (ج) د ځمکې په مخ د انساني ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي مواد (خواړه، اوبه، هوا او…) ځای په ځای کړي او دا ظرفیت یې په ځمکه کې ایښی چې په تلپاتې توګه د بشر اړین احتیاجات رفع کړي. خو همدا بشر/انسان دی؛ چې د ځمکې د موادو او پانګې په ویش کې ظلم کوي او په عادلانه ډول یې نه ویشي، نو دا انسان او د هغه له فکره زیږیدلی اقتصادي پانګوال-نظام (Capitalism) دی چې د دا ډول بحرانونو باعث کیږي.
کپیټلیزم له انسانانو څخه لیوان جوړوي او داسې روحیه ورکوي چې له هرڅه د مخه، د هر فرد مادي ګټه ده او بس. په کپیټلیزم کې قناعت، ایثار او انفاق (د صدقې ورکړه) نشته او حتی دا ډول مفاهیمو ته په منفي سترګه ګوري. د موثقو رپوټونو له مخې، افغانستان اوس هم د نړۍ تر ټولو فاسد هیواد دی او جالبه خو دا ده چې فساد د دولت په لوړو پوړیو (ارګ ماڼۍ، د تدارکاتو اداره، مالیې وزارت، دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او…) کې خپل وروستي سرحد ته رسیدلی دی.
انسانان د خپلو افکارو او ژورو مفاهیمو سره سم عمل کوي، که انسانان د یوې سالمې جهان – بیني او مفاهیمو په اساس ژوند وکړي، نو بیا دا ډول نه وحشي کیږي. که یوازې فساد په افغانستان کې لرې شي او شته امکانات په شفاف او عادلانه ډول په دیرش ملیونه کسانو و ویشل شي، نو هر وګړی به د متوسط ژوند څښتن شي. افغانستان کې چې هره د پنځوس میلونو ډالرو پروژه تطبیق کیږي، نو په اوسط ډول، د هغې پروژې شل میلونه په رشوت او فساد کې لګول کیږي. که افغان لوړ پوړي دولتي چارواکي او شتمن؛ خپل ذکات او صدقات په پوره معنی سره په خوار و غریب و ویشي، نو د فقر کچه به ډيره را ټیټه شي. خو حاکم پانګوال نظام اجازه نه ورکوي چې شتمن دا کار وکړي، ځکه چې دوی د سبا له فقره ویري.
بله لویه ستونزه دا ده چې د افغانستان په بیت المال باندې واکمنه کړۍ، نه یوازې دا چې فساد کوي، بلکې فساد یې قانونمند او سازماني کړی دی او دغه د افغان یتیم پیسې اروپا او امریکا ته انتقالوي او هلته ور باندې پانګه اچونه کوي. ډيری عالي رتبه چارواکو او شتمنو په دوبی، ترکیه، ازبکستان، اروپا، امریکا، کناډا او نورو هیوادونو کې مجلل کورونه اخیستي او هلته یې لوی کاروبار روان دی.
په پانګوال نظام کې اصلاً فقر نه ورکیږي او ورځ تر بلې ډيریږي. د آکسفام د هندي څانګې مشر ښاغلی بهار وایي: “دا دولتونه دي چې د نابرابري بحران یې را منځ ته کړی، دوی باید د دې په ضد عاجل اقدام وکړي او پای ته یې ورسوي.” افغان شتمن او لوړپوړي دولتي چارواکي خپله پانګه ذخیره کوي او د هر هغه اقدام مخه نیسي چې عام ولس ته یې لویه ګټه او دوی ته یې ډير لږ تاوان وي. د دوی دغه کار د عادي خلکو د بربادی سبب کیږي، خو دوی یې پروا نه کوي.
که کپیټلیستي اقتصادي نظام په افغانستان او نړۍ کې له منځ ولاړ نه شي، نو د فقیرو او شتمنو ترمنځ موجود لوی واټن به لا پسې ژور شي؛ چې کیدی شي په یوه بشري فاجعه بدل شي. همدا اوس هم یو شمیر پانګوال او لوی دولتي چارواکي دي چې د جګړې د ختم مخالفین دي، ځکه چې جګړه کې د دوی شخصي ګټه ده، یعنې د دوی ګټه د زرګونه انسانانو د مرګ سبب کیږي، خو بیا یې هم پروا نه کوي.
دا ډیره پوچه او غیر واقعي نظریه ده چې د ځمکې مواد کم او د انسان اړتیا ډيره ده. دا مفکوره د کپیټلیزم د مفکرینو ده. اصلي مشکل د ځمکې د ثروت ویش او د پانګې دوران دی. که د کپیټلیزم په ځای، د اسلام سیاسي-اقتصادي نظام په افغانستان او سیمه واکمن شي، نو ډیر ژر به دغه ستونزه تر ډيره بریده حل شي. ځکه چې یو خو اسلام د پانګې د ذخیره کولو ممانعت کوي، بل یې دولت، چارواکي او پانګوال د عام ولس په وړاندې ځان مسئول ګڼي او یوازنی هدف یې شخصي ګټه نه وي.
په اسلامي اقتصادي نظام کې پانګه په دوران کې وي او د خلکو ترمنځ لاس په لاس کیږي. له بل اړخه، حاکم نظام؛ ټولنه د ذکات، صدقې، ایثار او انفاق په ورکړې او د غریبو په لاس نیوي روزي او تشویقوي یې، پانګوال د ذکات او صدقې په ورکړې مکلف دي او په دې باندې احساس د خوشالۍ کوي. البته دا ادعا یوه خیالي خبره نه ده. دې اقتصادي نظام وکولی شول چې کابو زر کاله د لوی منځني ختیځ اقتصادي مشکل حل کړي، هغه وخت چې اروپا په توره تیاره کې ژوند کاوه. اوس هم اصلي ستونزه په حاکم سیاسي-اقتصادي نظام کې ده چې افغانستان او نړۍ یې د غربت له ستر بحران سره مخ کړې، که د دې نظام په ځای، اسلامي سیاسي-اقتصادي نظام حاکم نه شي، نو دا بحران به لا پسې ژور او و پړسیږي، تر دې چې اوس د نړۍ عادي خلک د شتمنو په شتون ناراضه دي او پوښتي چې ملیارډران دې موجود وي او که نه وي؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button