په کابل کې د لومړي ځل لپاره د «ډي اېن اې» مرکز پرانیستل شوی

عزم(‌دوشنبه، ۰۷سلواغه، ۱۳۹۸ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وزیر فېروزالدین فېروز وايي، د افغانستان په عدلي طب کې د لومړي ځل لپاره یې د «ډي اېن اې» مرکز پرانیست، چې له دې وروسته به د ډي اېن اې ازموینې له هېواد بهر نه کېږي.

دی وايي، له دې مخکې به د ډي اېن اې ازموینې له هېواده بهر کېدلې او حتا کاناډا ته یې هم استولې؛ خو له دې وروسته دغه ازموینې په کابل کې ترسره کېږي.

د ډین اېن اې په مرکز پنځوس میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او افغان متخصصان پکې کار کوي.

د فېروز په خبره، له دې وړاندې په افغانستان کې داسې مرکز نه وو، د ناروغانو، تورنو کسانو او د وسله‌والو بریدونو د قربانیانو ازموینې به یې له هېواد بهر ترسره کولې.

نوموړی وايي، د دغه مرکز په پرانیستلو سره به د مجرمینو، د ماشومانو د پېژندلو او په تېره بیا د عدلي ـ قضايي بنسټونو له خوا د عدالت په پلي کولو کې مهمه ونډه ولري. «دا مرکز د دې لپاره دی چې د بي ګناه او ګناه کار ترمنځ توپیر وکړي. دا مرکز کولای شي د هغو انسانانو بېلګې چې په چاودنو او بریدونو او یا هم طبیعي پېښو کې له منځه ځي وپېژني.»

د ګډ حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یاد مرکز له مسوولینو وغوښتل، چې دغه مرکز له زورواکو لرې وساتي او د سیاستوالو د نفوذ قرباني کوي دې نه.«که چېرې دلته هم لاسوهنه وشي موضوع خرابېږي. په دې برخه کې باید د هېڅ سرچینې او د هېڅ ارګان مداخله ونه زغمل شي».

ډي اېن اې د ازموینې په مرسته د یوه کس جنیټکي او ارثي خواص پېژندل کېږي او د جرمونو په سپړنه کې هم ښه ونډه لري.

د عدلي طب مرکز په ۱۳۵۹ل کال کې جوړ شوی؛ خو تراوسه په دغه مرکز کې د ډي اېن اې ازموینې نه ترسره کېدلې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button