طالبانو له غزني وروسته پکتیکا کې هم چورلکه نسکوره کړې،

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن غرمه مهال د غزني ولایت په دهیک ولسوالۍ کې هم د امریکایي ځواکونو یوه ځانګړې الوتکه چې استخباراتي مامورین یې لیږدول، په یوه رسا برید کې ویشتلې او را نسکوره کړې یې وه چې پیښه کې د الوتکې ټوله عمله له منځه تللې ده. 

عزم(دوشنبه، ۷سلواغه ۱۳۹۸): راپورونه چې طالبانو د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه کې یوه پوځي چورلکه ویشلې او را نسکوره کړې یې ده.

طالبانودغه چورلکه د افغان عسکرو اړوند بللې او ویلي یې دي چې نن ماښام مهال یې مرکز ښرنې ته نژدې سیمه کې رانسکوره او په بشپړه توګه ویجاړه کړې ده.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، برید کې د هلیکوپتر او سپاره عسکر یې ټول وژل شوي، خو د وژل شویو کسانو د شمیر په هکله یې څه نه دي ویلي.
تر اوسه حکومتي سرچینو په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو نن غرمه مهال د غزني ولایت په دهیک ولسوالۍ کې هم د امریکایي ځواکونو یوه ځانګړې الوتکه چې استخباراتي مامورین یې لیږدول، په یوه رسا برید کې ویشتلې او را نسکوره کړې یې وه چې پیښه کې د الوتکې ټوله عمله له منځه تللې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button