امریکا:  تېر کال موپر افغان خاوره په ورځنۍ توګه ۲۱ بمونه غورځولي

عزم(سه شنبه، ۸سلواغه ۱۳۹۸): د امریکا هوایي ځواک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د تیر ۲۰۱۹میلادي کال په ترڅ کې د خپلو هوایي بریدونو شمیر خپور کړی دی.
خبرپاڼه وایي، د امریکا هوایي ځواکونو تېر کال پر افغان خاوره ۷۴۲۳ بمونه غورځولي چې په ورځنۍ توګه ۲۱ بمونه کیږي.
امریکا ویلي،دا یواځې د دوی اړوند هوایي ځواکونو فعالیتونه وه او د افغان ځواکونو له خوا د غورځول شویو بمونو شمیر له دې څخه جلا دی.

خبرپاڼه وایي، دا په تېرو څو کلونو کې پر افغان خاوره د غورځول شویو بمونو تر ټولو لوړ شمېر دی چې یواځې د همدې کال په سپټمبر میاشت کې ۹۴۸ بمونه پر افغانانو اورول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، د غه شمیر کې ټول هغه بمونه شامل دي چې له بې پیلوټه الوتکو، چورلکو او جنګي الوتکو څخه پر افغان خاوره ویشتل شوي دي.
بلخوا د بشرحقوقو فعالان بیا وایي چې د امریکا له خوا په زیاتره کیدونکو بمباریو کې ولسي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او په قصدي توګه په نښه شوي دي.

.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button