دوه څاڅکي اوښکې
له يو زړګي نه راوتلې دوې ټوټې پرتې دي
جدا له سترګو دوې د سرو اوښکو قطرې پرتې دي
ته وا چې دوې د شهيدانو جنازې پرتې دي
په سره کفن کې د ځيګر په وينو سرې پرتې دي
غواړي چې پورته فريادونه عرش ته ورسوي
د خدای په در کې په سجدو دوې پرښتې پرتې دي
چې د ارمان په اننګو کې يې ډېوې کړې بلې
د ژوند په کلي کې د هيلو هديرې پرتې دي
چېرته نغمه د کوم بلبل به وي خزان ځپلې
چې په ماتم يې د سرو ګلو غنچنې پرتې دي
په دې ډېوو ډېرې لمبې د بېلتانه شوې تېرې
د پتنګانو په وصال پسې ړندې پرتې دي
د خاموشۍ په سلو ژبو ژغبړاندې راته
نور په کې څه دي د خواږه وطن کيسې پرتې دي
د خوشالۍ ټکري ترې يووړل د هجران سيليو
د هيلو ناوې دي بربنډې بې پردې پرتې دي
خدای خبر ولې يې اسمان په زړه ماتم وروي
کله خېمې د مهاجر مراندې يې پرې پرتې دي
د جهان تږو پرې د عمر تندې ماتې کړلې
په خپله تږي دې خو تږو ته چينې پرتې دي
پير محمد «کاروان»