مسیر: د طالبانو له لوري د الوتکو نسکورول امریکا تېښتې ته مجبوروي

عزم(‌سه‌شنبه، ۰۸سلواغه، ۱۳۹۸ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه د طالبانو له لوري د بهرنیانو د الوتکو راغورځولو باندې خپله سرلیکنه کړې ده.

ورځپاڼې«طالبانو د الوتکې ضد وسلې تر لاسه کړې دي؟» تر سرلیک لاندې لیکلي، طالبانو په تېره یوه میاشت کې پنځه الوتکې نسکورې کړي دي.

«پرون د غزني د ده یک ولسوالۍ په سدوخېلو کلي کې یوه الوتکه را وغورځیده او پکې سپاره کسان ووژل شول. لومړی ویل کېدل چې الوتکه مسافر وړونکې او د افغانستان د یو هوايي شرکت ده، خو وروسته دا خبره رد شوه. طالبانو ادعا کړې چې الوتکه د امریکایانو ده او استخباراتي ماموریت یې لاره. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په الوتکه کې یې د سي ای اې لوړ پوړي افسران وژلي دي. نوموړي دغه راز ویلي چې په وروستیو کې د امریکا او حکومت ګڼې نظامي چورلکې یې ویشتلې دي. وروستي معلومات وايي چې الوتکه د امریکايي پوځ اړونده ده چې د جاسوسي فعالیتونو لپاره کارول کېږي.»

مسیر لیکي، طالبانو په فراه، هلمند، پکتیا، پکتیکا، بلخ او غزني کې د بهرنیو عسکرو الوتکې ورغورځولې، خو دفاع وزارت یې د نسکورېدو لامل تخنیکي ستونزې یادوي.

«په تېره شاوخوا یوه میاشت کې څلور- پنځه چورلکې ویشتل شوې دي. په فراه، هلمند، پکتیا، پکتیکا او بلخ کې طالبانو د دې چورلکو د ویشتلو ادعاوې کړې دي، خو دفاع وزارت ویلي چې تخنیکي ستونزې د الوتکې د لوېدو سبب شوې دي. له پرونۍ پېښې وروسته چې طالبانو یې مسوولیت اخیستی، اوس دا بحث مهم او جدي ښکاري چې ښايي طالبانو د الوتکې ضد وسلې تر لاسه کړې وي. په هلمند کې په وروستۍ پېښه کې الوتکه نږدې له لس – دوولس کیلومتره لرې فاصلې څخه ویشتل شوې ده. آن داسې هم ویل کېږي چې طالبانو په دې پېښه کې رهبري کېدونکی توغندی کارولی دی. اوس په پرېکنده ډول د دې خبرې کول سخت دي چې طالبانو د الوتکې ضد وسلې تر لاسه کړې، خو وروستۍ پېښې ښيي چې دا ادعاوې پیاوړې کوي چې طالبانو د الوتکې ضد وسلې تر لاسه کړې دي.»

د مسیر په باور، که د طالبانو له لوري د الوتکو نسکور روان وي، نو ورسره د افغانستان د مسئلې په ژر حل کې هم مرسته کولای شي؛ ځکه د الوتکو غورځول د طالبانو بریا او د امریکا ماتې ده.

«که څو نورې داسې پېښې تکرار شي او ثابته شي چې طالبانو داسې وسلې تر لاسه کړې دي، نو دا به پر جګړه او سوله دواړو ژور اغېز وکړي. په اوسنۍ جګړه کې د طالبانو د پرمختګ پر وړاندې اساسي خنډ او د توازن ساتنې لامل همدا هوايي ځواک دی. که طالبانو د امریکا او حکومت هوايي ځواک وننګاوه او داسې پېښې تکرار شوې، نو طالبان به په جګړه کې لوی پرمختګ وکړي. په جګړه کې برلاسي په سوله کې هم د برلاسي په مانا ده. که طالبانو دا وسلې تر لاسه کړې وي، نو له شک پرته افغان حکومت او امریکا له یو ناوړه حالت سره مخ کوي. امریکا به په جدیت او سرعت سره له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي د وروستي کېدو هڅه وکړي، ځکه چې په جګړه کې د طالبانو برلاسي به د هغوی غوښتنې او شرطونه زیات کړي. له همدې امله به امریکا هڅه وکړي، چې له طالبانو سره ژر سیاسي جوړجاړی وکړي.

اوس لا وختي دی چې ووایو د افغانستان خلک به په جګړه او سوله کې ژر دا بدلون محسوس کړي، خو که طالبانو ته د الوتکې ضد وسلو د رسېدو ادعاوې ثابتې شي، نو له شک پرته په سوله او جګړه دواړو کې به ژور بدلونونه محسوس شي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button